IQNA

رمضان د رسول اکرم(ص) له خولې

12:01 - March 19, 2024
د خبر لمبر: 3488904
ایکنا- یو هغه ترټولو مشهور حدیث چې د  روژې د مبارکې میاشتې په باب بیان شوی دی ، د شعبان میاشتې په وروستۍ جمعې کې د پیغمبر اکرم(ص) مهشوره خطبه ده ، چې  هغه بزرګوار ددغې مبارکې میاشتې ځينو ځانګړنو تنه اشاره کړې ده.

په هغې خطبې کې بیان شوې ده چې رمضان داسې میاشت ده چې خلک پکې د خداوندمتعال  په میلمستیه ته بلل شوي دي،   د قدر شپه په دغې میاشتې  کې واقع ده  او له زرو میاشتو لا ښه ده ، خداي په دغې میاشتې کې د روژو ساتل واجب کړي دي او د شپې روڼول او  په دغې یوې شبې کې  دلمانځه  ادا کول په نورو میاشتو کې د اویاؤ شپو له لمانځه سره برابر  دي او هرڅوک په دغې میاشتې کې د ښه کار د تقرب  نیّت او د  د احسان په  په نیّت ترسره کړی، نو هغه کس ته جایزه ورکول کیږي، چې  د خداي یو واجب کار  ترسره کوي او  هغه څوک  چې په دغې میاشتې کې د خداي  یو واجب ترسره کړي ، نو  دهغه کس انعام به ترلاسه کړي، چې  دخداوندمتعال له فرایضو ئې  اویا فریضې  ترسره کړي وي. دغه  میاشت د صبر میاشت ده ، او  د صبر جایزه او انعام  دخداي بهشت دی،  دغه میاشت د مواساتو او همدردئ میاشت ده او داسې میاشت ده چې خدای تعالی  په دې کې   خپلو مومنو بندګانو روژي زیاتوي.د هغه کس جایزه چې په دغې میاشتې کې یوه مومن روژتي ته  دروژماتي دعوت ورکړي،که څه  هم د شیدو یوغوړَپ  یا د خرما څو دانې  وي، برابرې دي ، د یوه  بنده د آزادولو  او  د تیرو ګناهانو  له بخښل کیدا سره برابره ده . رمضان داسې میاشت ده  چې چې پیل ئې رحمت ، مینځ ئې مغفرت او پاي ئې  ددعا قبلیدا او د جهم اور څخه ژغورل دي.

پر دې  اساس یوه بله خطبه چې حضرت امام علی علیه السلام  له پیغمبر اکرم(ص) څخه نقل کړې ده،  د روژې د مبارکې میاشتې رحمت، برکت او بخښل دخداي په نزد تر ټولو ښه میاشت معرفي شوې ده . او  ورځې  او  شپې ئې د له ساعتونو او شپو لاښه  شپه او  او ساعتونه  او شیبې ئې ترټولو ښه اوغوره ساعتونه دي.   په دغې میاشتې کې  د بهشت دروازې پرانیستل کیږي  او د جهنم دروازې تړل کیږي.د مومنانو ساه اخستل  په دغې میاشتې کې تسبیح،د دوي خوب او ویده کیدا عبادت ، د عملونه منل شوي  او د دوي دعا هم مستجابه ده . پیغمبر اکرم(ص) ددغې خطبې په دوام کې له مومنانو څخه غوښتي دي چې په دغې میاشتې کې  پخپلې تندې او لوږې سره  د قیامت د ورځې تنده او لوږه  یاد کړئ، بې وځلو او مسکینانو ته صدقه ورکړي، د خپلو بزرګانو او لویانو احترام وکړي، پر کم عمرلرونکو صله رحم وکړي .  خپله  ژبه خوندي وساتي ،له هغه څه چې  خدای  ئې لیدل حلال نه دي ګرځولي ، سترګې ورباندې پټې کړي  او پر هغه څه چې آوریدل ئې حلال نه دي ، غوږ ونه بند کړي.له یتیمانو سره مهربانه  ووسئ،له خپلو ګناهانو توبه وکړي او د لمانځه په وخت لاس په دعا شي . پیغمبر اکرم(ص)ددغې خطبې په دوام کې  د استغفار ایستل ، اوږدې سجدې ، روژتیانو ته د روژماتي ورکول، له ځانه لاندې کسانو سره په  خوش اخلاقۍ چلند کول، په یتیمانو باندې ډیر زیات رحم کول د مستحبو لمانځونو اداکول، د واجباتو ترسره کیدا، د واجباتو ترسره کیدا ، صلوات  استول  وا د قرآن د قرائت  سپارښتنې کړي دي . هغه بزرګوار همداراز  د  یوې پوښتنې په ځواب کې  امام علی  په دغې میاشتې کې ترټولو  بخښنه غوښتونکی  عمل ، له محرَماتو ډډه کول  ګڼلي دي. 

captcha