IQNA

د قرآن د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ غوره کسان،لومړي لمبر کسان له ایرانه

7:01 - February 22, 2024
د خبر لمبر: 3488763
ایکنا-د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن نړیوالو سیالیو څلویښتم پړاؤ غوره کسان اعلان شول. او د قاضیانو دپلاوي د اعلان په اساس، ددغاو سیالیو د سړیو او میرمنو په دواړو څانګو کې په ټولو پنځو برخو کې  د ایران اسلامی جمهوریت قاریانو او حافظانو لومړۍ مقام وګاټّه.

ایکنانیوز راپور راکړ،د ایران دقرآڼ دنړیوالو سیالیو دڅلويښتم پړاؤ  نتیجې  اعلان شوې  او د قاضیانو د پلاوي د اعلان په اساس ، د سړیو او ښځو په څانګو کې د ایران پنځو نمایندګانو له خپلې د ښه کړچار په ښودلو سره ددغو سیالیو پنځه واړه لومړي روتبې ترلاسه کړې.

د ایران د قرآڼ دنړیوالو سیالیو د ټول قرآڼ  دحفظ په څانګې کې  د میرمنو په برخې کې  د ایران میرمن رویا فضایلي  لومړی مقام ، د نیجریه میمونه بادغي دوهم مقام او دانډونیشیا  یرمن نوریه جوریان ارغا هم دریم مقام ترلاسه کړ.

همداراز د ترتیل  دقرآت په څانګې کې هم د ایران میرمن عادله شیخي لومړی روتبه ،د سنګاپور  عتیقه صهیمی دوهمه روتبه  او دعراق میرمن  دعا ءالسعید دریمه روتبه وګټله.

د سړیو په برخې کې  د تحقیق د قرآئت په څانګې کې د ایران هادي اسفیداني لومړی مقام ، دتایلینډ مصطفی برائون دوهم مقام او د هالینډ مصطفیعلی  دریم مقام ترلاسه کړ.

د ټول قرآن دحفظ په برخې کې هم قاري امید رضا رحیمي لومړی لمبر ،د روسیې قاری برهان الدین رحیم اف دوهم لمبر  او د الجزایر  حذیفه قریشي دریم لمبر راغلو .

د سړیو د ترتیل د قرائت په څانګې کې  هم د اایران محمد پورسینا لومړی ، دسورئې بلال الشیخ خالد دوهم او د لبنان  محمد مهدی عزالدین دریم مقام وګاټّه.

د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآڼ دنړیوالو سیالیو څلویښتم پړاؤ، د اوقافو او خیریه چارو د ادارې په همت سره  د سلواغې له شپږویشتمې نیټې  په تهران د  اسلامی هیوادونو دسرمشریزې په هال کې پیل شوی او د کب د میاشتې په دوهمه نیټه  پاي ته ورسید.

https://iqna.ir/fa/news/4201112 

captcha