د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د فلسطین د مظلومو خلکو خلاف د صهیونیسټي رژيم د پرله پسې جنایتونو په هکله د اندیښنې په څرګندولو سره، د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو د ختمیدو، د انساني محاصرې په لغو کیدو او سیمې ته د ارامښت په ستنیدو ټینګار وکړ.
په دغو خبرواترو کښې د دوه اړخیزو موضوعاتو او د دواړو هیوادونو د ګډې ملګرتیا او د سیمه ایزو مسائلو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه او دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو له بهیره د رضایت په څرګندولو او په دلچسپۍ وړ موضوعاتو کښې د ایران او عربستان د ملګرتیاؤ په ژورولو ټینګار وکړ.
همداشان د حج او عمرې د الوتنو د برقرارولو او عربستان ته د تخنیکي پلاوي د سفر موضوع هم وڅیړله شوه او امیر عبداللهیان د عمرې عملیاتو په پیلولو کښې په چټکتیا باندې ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداشان خپل عربستاني همرتبه ته، تهران ته د راتګ بلنه ورکړه.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145582