IQNA

 د رهبرۍ ستر مقام پيغام

د شیخ محسن نجفي د رحلت په مناسبت دپاکستان ولس ته تسلیّت وایم

15:18 - January 11, 2024
د خبر لمبر: 3488555
ایکنا- د اسلامی انقلاب ستر لارښود  حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه اي د پاکستان دلوي دیني عالم او د قرآن د مفسّر حجةالاسلام حاج شیخ  محسن علی نجفي  د رحلت په مناسبت په پیغام کې د پاکستان علمیه حوزو او ملت ته تسلیّت ووایه.

 ایکنانیوز د  رهبرۍ دستر مقام  ددفتر  له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي د پاکستان د ستر دیني عالم او د قرآن د مفسّر حجةالاسلام  شیخ محسن نجفي د رحلت په مناسبت چې پرون په حق رسیدلی ، دپاکستان ملت او علمیه حوزو ته تسلیّت وئيلی دی،

دغه پيغام متن په د ې ډول دی .

بسم الله الرحمن الرحیم

انا لله و انا الیه راجعون

د لوي عالم بزرګوار او خادم خداي بخښلي  حجةالاسلام  جناب حاج شیخ محسن علی نجفی طاب ثراه  د رحلت خبر ډير  خپګان او افسوس سبب شو.

زما له خوا ددغه لوي عالم د رحلت په باب د پاکستان  عالمان، علمه حوزود هغه مینه والو دوستانو او په تیره بیا د ګلګت بلتستان شیعیانو ته تسلیّت وایم  او له خداوندمتعال څخه  ددغه لوي عالم د مغفرت او ددرجاتو دلوړاوي  او د محترم  پاتې  کورنۍ ته د صبر او ا  جر دعا کوم.

والسلام علیکم و رحمةُ اللهِ و برکاتُه

 

سیدعلی خامنه‌ای

۲۰ دی ماه ۱۴۰۲

 

آیت الله محسن علی  نجفی ، د پاکستان یو لوي دینی عالم او مفسّر ؤ چې خپلې زده کړې ئې  په نجف اشرف او د آیت  الله خوئي،  او شهید  آیت الله محمد باقر الصدر  په څيرد استاذانو په محضر کې زده کړي   دي. هغه د جامعه اهل بیت  او جامعةالکوثر علمي حوزو موسیس او په پاکستان کې د اهل بیت علیهم السلام د مجمع دعالی شورا م شر او د اسوه تعلیمي سسټة  او په دغه هیواد کې د څو خصوصي پوهنځیو او په تیره بیا د الکوثر پوهنتون بنسټګر  ؤ .

یاد او خاطره ئې تل ژوندئ.

  https://iqna.ir/fa/news/4193380/

captcha