IQNA

د یمن پوځ د ګیر چاپیره ټولو لارو لپاره جنګي چمتووالی لري

16:44 - December 26, 2023
د خبر لمبر: 3488480
ایکنا- د یمن دفاع وزیر  وویل د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د ائتلاف هدف د فلسطین له ملاتړ څخه لاس اخیستلو ته د یمن مجبورول دي خو مونږ امریکا، صهیونیسټ رژيم او بل هر هیواد ته چې له دوې سره ملګري دي ټینګار کوو چې د نن ورځې یمن د پرون ورځې له یمن سره فرق لري.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی د یمن د ملی نجات حکومت دفاع وزیر« محمد العاطفي» وویل دغه هیواد له ټولو احتمالي لارو او فرضیو سره د چلند لپاره جنګي چمتووالی لري.

هغه وویل د یمن لپاره هیڅ سره کرښه نشته او هر احتمال ممکن دی محقق شي.

العاطفي د یمن پوځي قدرت ته په اشارې سره وویل مونږ له ټولو احتمالي فرضیو او لارو سره د مقابلې لپاره په خپل پوځي چمتووالي باندې ټینګار کوو. زمونږ سټراټيژیکې وسلې دفاعي دي او د هغو واټن د دښمانانو له هیلې ورهاخوا دی.

د یمن د چارو د پرمخ وړونکي حکومت دفاع وزیر ټینګار وکړ یمن په ښه ډول په باب المندب اوبلارې باندې د سټراټيژیک اشراف لپاره خپل حق خوندي ساتي.

د یمن دغه چارواکي وویل د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د ائتلاف هدف د فلسطین له ملاتړ څخه لاس اخیستلو ته د یمن مجبورول دي خو مونږ امریکا، صهیونیسټ رژيم او بل هر هیواد ته چې له دوې سره ملګري دي ټینګار کوو چې د نن ورځې یمن د پرون ورځې له یمن سره فرق لري.

د یمن د چاور د پرمخ بیولو د حکومت دفاع وزیر محمد العاطفي په سره سمندر او باب المندب اوبلارې کښې د پوځ د عملیاتو څرنګوالي ته په اشارې سره وویل له هغو کشتیو پرته چې د یمن وسله والو ځواکونو معلومې کړي دي د دنیا ټولې کشتیانې به په امان کښې وي.

یمن تراوسه د صهیونیسټ رژيم په څو کشتیو او هغو کشتیو باندې چې د نیواکي ټاټوبو په لور ځي بریدونه کړي او ځینې یې نیولي هم دي.

 https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i143758

captcha