IQNA

د حضرت فاطمةالزهرا(ع)د شهادت په مناسبت تسلیّت ومنئ

11:14 - December 17, 2023
د خبر لمبر: 3488431
ایکنانیوز - حضرت فاطمة الزهرا (س) له اتلس کلن ژوند وروسته، د وخت د واکمنانو د ډېرو ظلمونو او د خپل پلار حضرت محمد (ص) د وفات د درد او غم له امله، د یوه روایت له مخې، د جمادي الاول په دیارلسمه نېټه او یا هم د ۱۱ هجري قمري کال د جمادي الثاني په درېیمه نېټه، په شهادت رسېدلې ده.

 

نن (یکشنبه) د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر ۱۷مه چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له درېیمې نېټې سره سمون لري، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د ګرانې لور او د حضرت امیرالمؤمنین علي بن ابي طالب (ع) د مېرمنې ،د حسنینو د مور او د جنت د میرمنو د سردارې حضرت فاطمة الزهرا (س) د شهادت کلیزه ده.

د اسلامي ایران مسلمان ولس هر کال، په جوماتونو،امامباړو او مذهبي ځایونو کې په راټولېدو سره، د کرامت، عفت او عصمت د مېرمنې د حضرت فاطمة الزهرا (سلام الله علیها) د شهادت په مناسبت ماتم کوي.

حضرت فاطمة الزهرا(س) د نبوت په پنځم کال د جمادي الثاني په شلمه نېټه په مکه مکرمه کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.

هغې حضرت له ماشومتوبه د خپل پلار، رسول الله (ص) تر لارښوونې لاندې، له الهي لوړو لارښوونو سره آشنا شوه.

حضرت فاطمة الزهرا (س) له اتلس کلن ژوند وروسته، د وخت د واکمنانو د ډېرو ظلمونو او د خپل پلار حضرت محمد (ص) د وفات د درد او غم له امله، د یوه روایت له مخې، د جمادي الاول په دیارلسمه نېټه او یا هم د ۱۱ هجري قمري کال د جمادي الثاني په درېیمه نېټه، په شهادت رسېدلې ده.

د ایکنانیوز خبری اژانس درست کارکونکي په دې مناسبت، د نړۍ ټولو مسلمانانو او د آزادۍ مینوالو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

 

 

captcha