ایکنانیوز، د پاکستان په ګلګت بلتستان صوبې کې په چیلاس سیمې کې د یوه وسله وال برید په پایله کې د دوو عسکرو پشمول ، ۸ تنه وژل شوي او ۲۶ نور کسان ژوبل دي.
په راپور کې وئيل شوي دي چې دا پېښه پرون ترغرمې وروسته د ګلګت بلتستان صوبې د دیامیر ولسوالۍ په چیلاس سیمه کې د قراقرم پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
ځایي امنیتي چارواکو ویلي، وسله والو کسانو د سپرلیو پر هغه موټر ډزې کړې، چې له یادې سیمې څخه د پنجاب صوبې راولپنډۍ ښار ته روان وو.
سرچینې زیاته کړې ، په دې برید کې اته کسان وژل شوي، چې پکې دوه تنه عسکر هم شامل دي، دغه راز ۲۶ نور کسان هم ژوبل دي.
د دیامیر ولسوالۍ مرستیال عارف احمد رسنیو ته ویلي چې تر ډزو وروسته بس له مخامخ راتلونکي ټرک سره جنګیدلی چې له امله پکې اور لګیدلی او ځينی کسان سره د ټرک ډرائيور په اور کې سوځیدلی دي
تر اوسه ددې برید مسئولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i142524