ایکناد اوروباالعربی له قوله راپور راکړ، په وحشي اسرائيلیانو باندې د فلسطین داسلامی مقاومتی غورځنګ حماس د طوفان الاقصی عملیاتو پسې د فلسطینیو مبارزانو له دغې حملې څخه په فرانسې کې د مسلمانانو په ضد د لمسؤنکي وسلې په توګه استفاده شوې او له یهودیّت سره د مقابلې د ادعا په مطرح کیدا سره له هغو اقداماتو سره چې د فرانسې د مسلمانانو په ضد دتوکمپالنې په چوکاټ کې ترسره کیږي،د فرانسې د رسمي ادارو له خوا هیڅ ډول جدي چلند نه کیږي.
د فرانسې د کورنیو چارو د وزارت د ادعا په اساس د فلسطین د طوفان الاقصی عملیاتو له وخت راهسې په فرانسې کې د یهودی ضد نظر څرګندونو او او یا اقداماتو یو زر پنځه سوه اتلس موردونه ثبت شوي دي چې د ۲۰۲۲کال په مقابل کې درې برابره زیات دي .
د ملی غونډیدا ګوند مشر (پخواني ملی جبهې ) مشر جرډن بارډلا له کومو سندونو او مدرکونو پرته ددغه شان اقدامات یعنی له یهودیّت سره مقابلې په باب اقدامات دوی د خپلو هغو ادعاګانو په لړ کې مطرح کوي، چې د سیاسی اسیلام له پنځیدا سره ئې اړوندوي چې د هغه په وینا په ډيرو کوڅو کې ئې ریښې خورې ورې کړی دي.
د فراسې داسلامی عبادت د رهبرۍ شورا یوه مسئول او له اسلامه د ویرونې له پروسې سره د مبارزې د تنظیم (OCI)مشر عبدالله زکری په یولړڅرګندونو کې د هغه وضعیّت په محکومولو سره چې د مسلمانانو لپاره رامینځةشوی دی ،د هغه څه په باب چې په فرانسې کې ئې د مسلمانانو په ضد نفرت خورونې ته د لمن وهلو لپاره په منیځني ختیځ کې له تاؤتریخوالي ناوړه استفاده بللې ده ،خبرداری ورکړ.
هغه ووئيل، مونږ غواړو، د یهودی ضد اقداماتو د شکمنو کسانو نامې معلومې کړو څو پوهه شو چې آیا دوي واقعا فرانسوي مسلمان هم دي یا هغه توکمپال دي چې د بهرنیانو په ضد په دغه شان اقداماتو لاس پورې کوي.
د فرانسې د اسلامی دیانت شورا په یوې اعلامیې کې دی له یهودیت سره د مقابلې په ضد په لاریون کې چې د اسرائيلي برمته شوو کسانو په خوشی کیدا لپاره ترسره شوي وه له ګډونه په ډډه کولو سره ټينګار وکړ چې د عمل دغه نوښت د ټولنې له وحدت سره هیڅ مرسته نه کوي ،ځکه په دې کې فرانسې ته له اسلامه د ویرونې دپروسې د بیرته ستنیدا په باب سترګې پټې شوي دي.