ایکنا د خلیج ټایمز له قوله راپور راکړ، د دوبئ مسئولانو د ۴۴میلیون درهم په لګښت سره د اوبو لاندې د یوه جومات د جوړلو لپاره یو پلان جوړ کړی دی.
د خپره شوي مفهومي انځورونو په اساس ، ددغه جومات نیمې برخې کې د کیښناستو او اوسیدو ځایونه او د اوبو د پاسه برخې کې هم یو کافی شاپ وي ، په داسې حال کې چې د لمانځه دکوټې پشمول نوره برخې به ئې تر اوبو لاندې وي.
ددغه جومات لومړنۍ برخه به ئې په درو پوړو کې په نړۍ کې په خاصې معمارئ سره وي او د اوبو لاندې به د لمانځه دکوټې په توګه ورڅخه استفاده کیږي. دغه جومات به له پنځوسو تر پنځو اویاؤ پورې د لمون کونکو ظرفیّت ولري چې داوبو لاندې دلمانځه قایمولو به یوه بې مخینې تجروبه وي. دغه ودانۍ به خوځنده وي او د وضو ځاي اوتشناب به هم ولري.
ددغه جومات پلانونه په داسې حال کې اعلان شوې ده چې د دوبئ دخیریه فعالیتونو او اسلامی چارو ادارې (IACAD)ددغه مذهبی ټوریسټي پروژې په باب یوه غونډه ترسره کړې ده.
برنامههای این مسجد در حالی اعلام شد که اداره امور اسلامی و فعالیتهای خیریه دبی (IACAD) در مورد این پروژه گردشگری مذهبی خود جلسهای برگزار کرد
ددغې ادارې یوه مسئول مقام احمد المنصوري په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي په اماراتو کې ددغه جومات جوړول به ډير زر پیل شي . ددغه جومات دجوړولو دقیق ځای تردې دمه اعلان شوی نه دی.
المنصوري ووئيل، دغه جومات به له ساحل سره ډير نزدې وي .لمونځ ګوزار له وچې سره نښلول شوي پل په وسیله دغه جومات ته ورتللی شي. هغه ووئيل چې جومات به د هر مذهب لرونکو خلکو لپاره وي ،خو سیلانیان به د ستر او لباس اچولو ته پابنده ده . هغه زیاته کړې ده دخوځنده جومات کتونکی باید ساده قالی واغوندي او اسلامی ادابو اوسنت ته پابنده ووسي.