اکینا د مهر له قوله راپور راکړ،د افغانستان اهل تشیّع ددینی عالمانو شورا په دغه هیواد کې د طالبانو له خوا د محرم الحرام د شپو ورځو د دستورو په مناسبت دلګول شوو درستو محدودیّتونو دختمولو غوښتونکي شول.
له افغانستانه رارسیدلي راپورونه ددې ښودنه کوي ، چې دطالبانو حکومت په دغه هیواد کې د محرم د میاشتې د دستورو لپاره یو لړ محدودیّتونه وضع کړي دي .
په راپور کې وئيل شوي دي ، د افغانستان په کابل کې ددغه هیواد دشیعه عالمانو د شورا بیړنۍ غونډه پرون ددغه هیواد داهل تشیّع د لوړپوړو عالمانو او مخوَرو په شتون سره ترسره شوي او دطالبانو له حکومته ئې غوښتي دي ، د محرم د دستورو درست محدودیّتونه دې ختم کړي .
د افغانستان د شیعیانو د عالمانو شورا پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره بیا پر طالب حکومت غږ کړی چې له محرم میاشتې سره د اړونده دستورو د ترسره کیدا او د مذهبی بیرغونو د لګولو خنډ دې نه شي.
په دغې ناستې کې یو شمیر دیني عالمانو له حسیني ویرجنو سره د طالبانو د امنیتی مامورانو تاؤتریخجن چلند او د کابل ښار له ځينو سیمو څخه د محرم په مناسبت د لګول شوو بیرغونو لیرې کول ډیر افسوسناک بللي دي .
ددغې غونډې په پایزې اعلامیې کې ټينګار شوی دی، د ویرجنو مسلمانانو دغوښتې په اساس ، د اهل تشیّع ټول عالمان له طالبانو غواړي ، چې د محرم دعزادارۍ د دستورو دترسره کولو په باب دې لګول شوي درست محدودیّتونه لیرې کړي او همداراز د عزادارۍ د هغو بیرغونو له نصبولو څخه دې چې په هر ځاي کې د حضرت امام حسین علیه السلام د عزادارۍ د نښې په توګه لګول کیږي، مخه ونه نیسي.
د افغانستان د شعیه عالمانو شورا همداراز په دغه هیواد کې د حسینی محرم د دستورو پر بشپړ ترسره کیدا یو ځل بیا ټينګار وکړ. او پر طالبانو ئې هم غږ و کړ چې د حسینی عاشورا او دمحرم د درستو دستورو دترسره کیدا لپاره دې امنیت تامین کړي او پر خپلو مسئولیّتونو دې عمل وکړي.