IQNA

د کربلا جایزې د قرآني نړیوالو سیالیو نهائي نتیجې اعلان شوې

15:25 - July 13, 2023
د خبر لمبر: 3487621
ایکنا-(کربلا)د کربلا جایزې د قرآني نړیوالو سیالیو د دوهم پړاؤ نتیجې  اعلان شوې او د قرآن کریم د قرائت په بخرې کې د حسیني مقدس آستان نماینده او د حفظ په برخې کې د قدس رضوي آستان  نماینده لومړي مقام ترلاسه کړ.

له کربلا معلی د ایکنا خبریال راپور راکړ،د کربلا د  جایزې قرآني نړیوالو سیالیو دوهم پړاؤ چې د   چنګاښ دمیاشتې په  اتلسمه نیټه پیل شوې وې ،نن د حسینی مقدس حرم په صحن کې له نهائي نتیجو اعلان وروسته پاي ته ورسیدې چې د نتیجو په اساس ئې ایراني نمایندګاه ځلیدلي دي.

د قاضیانو د پلاوي  دفیصلې په اساس دقرآن کریم د قرائت په برخې کې د حسینی مقدس آستان څخه سید عبدالله زخیر الحسینی لومړی مقام ، د حضرت بی بی معصومه (س) له مقدس آستان څخه  مهدي تقي پوردوهم مقام د قزوین دسید حسین بن علی بن موسی الرضا د مقدس آستان څهه  مصطفی حسینی دریم مقام ، دجمکران  جومات شیخ میثم حمیدي څلورم مقام او د افغانستان د مزارشریف  اویس احمدیان پنځم مقام ګټلی دی.

همداراز د قرآن د حفظ په برخې کې  دقدس رضوي  آستان  محمد خاکپور لومړی مقام ، د جمکران جومات  احمد معتمدي دوهم مقام ، د حضرت بی بی معصومه (س) محمد رضا احمدي دریم مقام، د افغانستان د مزارشریف مهدی مظفري څلورم مقام او د علوي مقدس  آستان  علی اصغر شهید المنصوري  هم پنځم مقام ګټلی دی .

دغه راز ددغو  نتیجو په اعلان پسې د  کربلاجایزې د قرآني نړیوالو سیالیو دوهم پړاؤ هم پاي ته ورسید.

https://iqna.ir/fa/news/4154795

captcha