د کربلا جایزې قرآني سیالیو د دوهم پړاؤ دغږ د برخې افغانستاني قاضي عبدالکبیر حیدري د ایکنا خبری آژانس له خبریال سره په خصوصي خبرو کې د سیالیو د ددغه پړاؤ په پاب د غړ له پلوه د سیالۍ کونکو د پياوړو او کمزورو ټکو دارزونې په باب روښانه کړه، هرسیالۍ کونکی خپل خاص استعداد لري او په هر سیالۍ کې چې پکې ګډون کوي، ادا کول به ئې هم مختلف وي ، پر دې سربیره هم هر قاضي هغه ته د خپل فهم او خیال په اساس لمبر ورکوي ،خو ددغو سیالیو دس وئې په باب باید ووایم، د دوي په ځانګړنو کې په دغو سیالیو کې د قرآني نابغه کسانو شتون دی او ددغه پړاؤ سیالي کونکي تر ډیره حده حرفه وي دي او هریو قاري پخپل هیواد کې یوه غوره څيره او مشهور قاری دی ، مثلا په دغو سیالیو کې د افغانستان ګډون کونکی دوه کاله مخکې د ایران د اسلامی جمهوریت د قراني سیالیو په پړاؤ کې ګډون کړی ؤ او دریم مقام ئې ګټلی ؤ او اوس په دغو سیالیو کونکو کې شامل دی او ښه پوزیشن هم لري.
د کربلا جایزې د قرآن نړیوالو سیالیو دوهم پړاؤد مقدسو آستانونو،زیارتونو او متبرکو ځ ایونو د نمایندګانو په شتون سره د ترسره کیدا په حال کې دي او ټاکل شوې ده تر سبا پورې دوام ومومي .