ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د تهران د پوهنتون مشر په دې خبرې سره چې د اسلامي انقلاب د وجود فلسفه د مسلمانو ملتونو ترمنځ د یووالي حاصلول دي تاکید وکړ: دغه وحدت باید په ټولنیزو، سیاسي او کلتوري مسائلو کې د ټولو مسلمانانو ترمنځ خپور شي.
د سوله ایزې هماهنګۍ دوهمه نړیواله غونډه د «اسلامي نړۍ انسجام او د شریعت په هدفونو باندې د راتلونکي تمدني افق» تر عنوان لاندې، د ایران د داخلي او بهرني علمي او کلتوري شخصیتونو په پراخ ګډون سره نن (شنبه) په تهران کې ترسره شوه.
د ایران پرس خبري آژانس د راپور له مخې، د تهران د پوهنتون مشر«محمد مقیمي» په دغه کنفرانس کې وویل: د اسلامي انقلاب پیغام د ټولو ملتونو ترمنځ یووالی دی، خو دښمنان اجازه نه ورکوي چې دغه پیغام په اسلامي نړۍ کې په سمه توګه واورېدل شي.
مقیمي زیاته کړه: د دې لپاره چې اسلام او اسلامي نړۍ خپل اوج ته وګرځي، ستونزه باید وڅېړل شي او بېلابېلې حل لارې وړاندې شي او د تهران پوهنتون چمتو دی چې په دې هدف کې ونډه واخلي.