ایکنا د عربستان دعکاظ ل قوله راپور راکړ،دغه سیالۍ به د عربستان د پاچا په ملاتړ او د دعربستان د اسلامی چارو،تبلیغ او ارشاد د چارو له وزارت سره د اړونده قرآن سیالیو د سکرټریټ په همت سره په مسجد الحرام کې ترسره شي.
د عربستان د ارشاد او تبلیغ ااو د اسلامی چارو وزیر شیخ عبداللطیف بن عبدالعزیز آل الشیخ په دې باب ووئيل، دغه قرآني سیالۍ د قرآن کریم په تجوید ،حفظ،تلاؤت او تفسیر کې د سالم و شریفو سیالیو لپاره د مسلمانو ځوانانو په مینځ کې د انګیزې د رامینّځةکولو په موخې سره ترسره کیږي او په نړیواله سویه له لوي ځائيګي او اهمیّته برخمنې دي.
هغه زیاته کړه ،ټاکل شوې ده ،ددغو سیالیو پایزې دستورې چې څلور لسیزې ئې تیریږي، په مسجد الحرام کې ترسره شي.
د عربستان د اسلامی تبلیغ او ارشاد د وزارت داعلامیې په اساس، دغه سیالۍ به په پنځو څانګو کې ،یعني له ښې ادا اوتجوید سره یوځاي د ټول قرآن په حفظ، د قرآن کریم د پرله پسې پنځلسو سپآرول حفظ، اوپه ښه تجوید او انداز سره یوځاي د قرآن کریم دپرله پسې پنځو سپارو حفظ په برخو کې ترسره شي.ددغو سیالیو د ګډون په باب به نور جزیات ډير زر اعلان شي.