IQNA

ایران د افغانستان په پولې کې د یوه ګډ کلتوری اوتجارتی مرکز په جوړولو پسې دی

15:46 - February 15, 2023
د خبر لمبر: 3486906
ایکنا-(تهران)په افغانستان کې د ایران سفیر  د ایران او افغانستان د دوو هیوادونو د تګ راتګ د آسانتیاؤ لپاره  د یوه کلتوری او تجارتي مرکز د تاسیس غوښته وکړه.

ایکناخبری آژانس د پآرس ټوډې له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د ایران سفیر له دې  مخکې په کال کې د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۴کلیزې په دستورو کې  هم  وئیلی وو، له افغانستان سره د ایران داړیکو  اهمیّت دتیر وخت په نسبت دوه برابره زیات شوی دی..

په افغانستان کې د ایران سفیر  د ایران او افغانستان د دوو هیوادونو د صادراتو او وارداتو د آسانتیاؤ لپاره  د یوه آزادتجارتي مرکز د تاسیس غوښته وکړه.

 په افغانستان کې د ایران سفر حسن کاظمي قمي  پرون  د افغانستان د صنعت او معدن د چارو له وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره به کتنې کې  د پولو د دواړو لورو د اوسیندوکو لپاره  دکارکسب د رامینځةکولو او دصادراتو اووارداتو  په خاطر د دواړو هیوادونو په شل کلومیترۍ کې د یوه ګډ آزاد مرکز پر تاسیس ټینګار وکړ.

ددغه راپور په اساس دواړو لورو  د ایران او افغانستان ترمینځ دصادراتو اووارداتو د اندازې دزیاتولو،په افغانستان کې په معدنونو کې د پانګونې، داړیکو  دپراختیا، د ایران او افغانستان  دکانونو په برخې کې د متخصصانو د تجروبو منتقلیدا او دوو اړخیزو اړیکو پراختیا په باب بحث  او دنظر تبادله وکړه.

په افغانستان کې د ایران سفیر له دې  مخکې په کال کې د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۴کلیزې په دستورو کې  هم  وئیلی وو، له افغانستان سره د ایران داړیکو  اهمیّت دتیر وخت په نسبت دوه برابره زیات شوی دی.. هغه ټينګار کړی، چې افغانستان  د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی ځاي  لری  او له ډير اهمیّته برخمن دی . کاظمي قمي روښانه کړې ده ،  افغانستان  دیوه ګاونډي  مسلمان،دوست او ورور هیوادو په توګه د ایران داسلامی جمهوریت په بهرنی سیاست کې  له ډیر اهمیّته برخمن دی، او ایران تیار دی،د امنیت او ثبات دټينګیدا او  له ترهه ګرو ډلو ټپلو سره دمقابلې په خاطر  د افغانستان له واکمنانو سره  ملګرتیا وکړي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128004

captcha