IQNA

د پاکستان امنیتي ځواک د تحریک طالپان پاکستان ۹ خطرناک ترهه ګر ونیول

16:48 - February 04, 2023
د خبر لمبر: 3486850
ایکنا-(تهران)تیره اونۍ د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې د پولیس لاین په جامې جومات کې دیوه ځان مرګي جنایتکار په  وحشي ډوله اقدام کې کابو یو سل درې لمونځ ګوزار شهیدان او کابو یو سل شپيته نور ټپیانش وي

ایکنا خبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان دترهه ګرۍ ضدځواک مامورانو دپنجاب صوبې په څلورو ضلعو کې د تحریک طالبان یا ټي ټي پي  نهه خطرناک ترهه ګر نیولي  دي .

په راپور کې ويل شوي د ي چې دپنجاب صوبې په ګوجرانواله، ډيره غازي خان ،بهاولپور او لاهور کې د سی ټي ډي مامورانو له اطلاعاتو وروسته په  پاکونکو عملیاتو کې  پر ترهه ګرو سربیره د دوي له پټنځایونو زیات شمیر چاودیدونکي مواد ځان مرګي جیکټې ډول ډول وسلې او نور مهمات کشف او ضبط کړي دي.

داهم وئيل شوي چې په دغو نیول شوو ترهه ګرو کې  عبدالرحمان ،رویداد خان ،غلام ا... احمد حسن،جلیل احمد، امداد ا... باسط علی  او جنید علی شامل د ي او د دوي له منګولو زیات شمیر مهمات  او ځيني نقشې ا و د بمونو جوړولو  وسایل کشف شوي دي او په لومړنیو  پلټنو کې مشخصه شوې چې دوي دبمونو جوړولو چارې ترسره کولې  او له کوم جنایت مخکې د امنیتی مامورانو منګولو ته ولویدل.

داپه داسې حال کې دي چې تیره اونۍ د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې د پولیس لاین په جامې جومات کې دیوه ځان مرګي جنایتکار په  وحشي ډوله اقدام کې کابو یو سل درې لمونځ ګوزار شهیدان او کابو یو سل شپيته نور ټپیانش وي چې په پیل کې  تحریک طالبان یا ټي ټي پي دسربسجود لومونځ ګوزار د وژلې پړه په غاړه اخستې خو څو ساعته تیریدا وروسته ئې بیا ورڅخه انکار وکړ،حال دا چې له دې مخکې ئې د لسګونو جنایتونو مسئولیّتونه په غاړه اخستي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i127326

captcha