ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د قرآن دعمومي سیالیو د پنځه څلویښتم پړاؤچې د مرغومی یا جدی د میاشتې له ۲۲تر ۲۸نیتې پورې ترسره شوې، دسړیو او میرمنو په څانګو کې د برلاسه کسانو نامې معرفی شوې او ددغې نتیجې په اساس،د سړیو په برخې کې د ټول قرآن کریم دحفظ او تحقیق قرآئت د څانګې لومړي کسان د خراسان رضوي او ګیلان استازي شول.همداراز د میرمنو په برخې کې غوره میرمنې معرفي شوې چې د خراسان رضوي،تهران ا ګیلان استازې دي.
په راپور کې وئيل شوي دي،د ټول قرآن دحفظ ، دشلو سپارو د حفظ او دغه راز د تحقیق د قرائت په څانګې کې د ترتیل دقرائت په څانګې کې غوره میرمنې معرفي شوې دغه راز په همدغو څانګو کې دسړیو له څانګې هم غوره کسان معرفي شول.
داپه داسې حال کې دي چې د ایران د قرآن عمومي سیالیو دغه پنځه څلویښتم پړاؤ د مرغومې یا جدې دم یاشتې له ۲۲ تر اته ویشتمې نیټې پورې ترسره شوې او غوره کسانو ته به هم غوره او نفسیې جایزې ډالۍ شي.