د ایران د اسلامی جمهوریت دخوشخطۍ هنرمنده تندیس تقوي په ۱۳۹۵لمریزکال کې قرآن کریم له وطنه د لیرې پاتیکیدا او د خپل خاوند محمد جعفری ملک دماموریّت په وخت کې په نستعلیق خط د قرآن کریم خوشنویسي پیل کړه،دغه معنوي ارزښتمن کار له دوو کلونو هم په کمې مودې کې په همدغه ښار کې پاي ته ورسید.
میرمن تندیس تقوي دغه قرآن له ځان سرهایران ته راوړ او څه وخت وورسته ئې د هغه تذهیب د تذهیب د کار څو میرمنو ته له په سپارلو پیسې همت وکړ او په اوو میاشتو کې ئې دغه تذهیب هم پاي ته ورسوه.
دغې قراني هنرمندې میرمنې د وحي د کلام د لیکلو په وخت فیصله وکړه ،له حضرت مریم(س) او مسیحانو سره په ارتباط کې د قرآن کریم آیتونه ، د فلیپين مسیحي مومنانو ته د ډالۍ لپاره کتابت کړي او دهغې دغه تل پاتې کار د دینونو د خبرواترو دسمبول په توګه د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس ته ډالۍ شو.
ایکناخبری آژآنس میرمن تندیس تقوي سره په دې اړه په خبرو کې له هغې وپوښتل چې په فلیپين کې د قرآن د لیکلو دشپو ورځو په باب لازیات راته څه ووائۍ ،نو هغې هم په ځواب کې ووئيل، هماغه شان چې ددغه قرآن کریم په اخري صفحې کې راغلی دي،د قرآن کریم د لیکلو په هماغو لومړنیو شپو ورځو کې مو فیصله وکړه چې دغه اثر به د امام الزمان(س) په محضر کې ډالۍ کوم ،ځکه چې دهغه مور بزرګواره فاطمه (س) د قرآن کریم د لیکلو لپاره د ما هادي شوه ددي ثواب خپل مور او پلار و خاوند او ځان او خپلو ټولو حقدارو او هغوټولو عزیزانو ته چې په هرې طریقې سره ئې د ما پر ګردن حق دی او ددغه قرآد لیکلو په لاره کې ئې راسره مرسته او ملګرتیا کړې ده، ډالۍ کوم او هیله منده یم د خپلو لوڼو فاطمه اوریحانه لپاره یو یادګار او د آخرت لپاره څه وسیله شي.
میرمن تندیس تقوي بیا په دوام کې ووئيل، بې ځنډه مو هره ورځ له سهار مونځ وروسته د ماسپيښن لمونځ ته د څو ساعتو پاتیکیدو پورې به د قرآن په خوشنویسۍ بوخته وم. کله به مو چې کوم نندارتون یا هم ورکشاب درلودلئ، حتی په فلیپین کې د ایران دم لی ورځې په وخت اودغه راز د سباؤن لسیزې په مناسبت دنندارتونونو په شپو ورځو کې مو هم دغه کار ته دوام ورکړ.
په دې اړه ستاسو خدمت ته یو ویډیوئي کلیپ او یو انځوریز راپور هم وړاندې کیږي.