په پخوانیو ټولنو کې،د پلار او نیکونو له دینه تقلید،یوه اصلي ځانګړنه پيژندل کیدله. دغه ذهنی بیلګه لامل کیږي، په هغو ورانکارو تقلیدونو چې په نوي پړاؤ کې او په پرمختللو ټولنو کې شته،سترګې پټې شي.
البته واقعیّت دادی چې هرډول ړوند تقلید،دوې سپیرې نتیجې په ځان پسې لري، لومړۍ، دانساني ژوند دحقایقو د پټ پاتیکیدا لامل کیږی او دوهمه نتیجه ئې هم د هرډول ودې لاره او په انحرافاتو کې د بدلونونو لاره تړل کیږي.
یو ډیر ساده مثال ئې دا چې دقرآن کریم په آیتونو کې د تقلید په نفی کې ووئيل شوي دی ؛ َإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ؛ او کله چې دوي ته ووئيل شي له هغه څه چې خداي نازل کړي دي ،پیروي وکړئ ،نو وائي،مونږخو له هغه څه پیروي کوو چط مور پلار څخه راته پاتې دي ،آیا دا نه ده چې د دوي پلاران نه پوهیدل او هدایت شوي نه وو.(دبقرې سوره -۱۷۰آیت)
ستر دینی مرجع او مفسیر ناصرمکارم شیرازي په تفسیر نمونه کې لیکي،قرآن کریم له نیکونو پاتې دغه ړوند تقلید او خرافاتي منطق په لنډ او له معنا ډک دغه عبارت سره محکوموي چې ؛ آیا دا نه ده چې ددوي پلاران نه پوهیدل اوهدایت نه شول.؟
محسن قرئتي هم په تفسیر نور کې لیکي؛مخکیني ایت مونږ ته خبرداری راکړی چې د شیطان د فرمانونو او ګامونو پیروۍڅخه لیرې ووسو. دا آیت د شیطان هغه لاره چې هماغه ړوند تقلید دی بیانوي.
عقلاني پیروي او اطاعت هیڅکله هم منع نه دی،دقرآن د تنقید وړ ،له هغو کسانو تقلید دی چې نه پخبله عقل څخه کار اختی او نه هم دنبیانو هدایت مني ،الهی هدایت،په هردور اوزمانې کې موجود دی.
په تفسیر نور کې د آیت پیغامونه
عقل، مونږ له وحي څخه پيروۍ ته هدایتوي. «اتَّبِعُوا ما أَنْزَلَ ... أَ وَ لَوْ كانَ آباؤُهُمْ لا يَعْقِلُونَ»