ایکناخبری آژانس دسکائي نیوز له قوله راپور راکړ،د مصر دالازهر شیخ احمد الطیب په یوه اقدام کې چې دلومړي ځل لپاره د الازهر په تاریخ کې ترسره شوی ، د قاهرې د اسلامی علومو دپوهنتون مشره ډاکټر نهله الصعیدي د خپلې سلاکارې په توګه وټاکله.
دا لومړنی ځل دی چې یوه ښځه دالازهر دشیخ د سلاکارې په توګه ټاکل کیږي،ځکه داوږدو لسیزو په تاریخ کې دسلاکارۍ څوکۍ سړیو ته مخصوصې دي.