IQNA

د تفسیر اومفسّرانو معرفی کول/3

تفسیرنور؛د قرآن په آسانۍ سره د پوهیدا لپاره یوه هڅه

19:51 - September 07, 2022
د خبر لمبر: 3486192
ایکنا-(تهران) په تفسیر نور کې د قرآن کریم په ټولو سورو بحث او توجه شوې ده او د مؤلف په وینا،ددغه تفسیر دبرابریدو موخه دا وه څو له قرآن کریم څخه درسونه،د پیغام او تفسیر په توګه وړاندې کړی.

په پخوانی پړاؤ کې،داسې آثار،چې د اسلامی نړۍ مفسرانو تولیدول، دمتخصصانو او د علم مینه والو لپاره وو.البته اوسمهاله ځيني مفسران او د قرآن کریم زده کونکي په دې فکر کې شول چې د قرآن د عمومي مخاطبانو لپاره څه آثار وړاندې کړي څو له قرآن کریم سره دلچسپي لرونکي کسان د قرآن کریم د آیتونو په پوهیدا کې ساده اوآسان او لنډ متنونه ترلاسه کړئ شي.
یو هغه اثر چې په دې انګیزې سره برابر شوی،د ؛نور تفسیر یا هماغه تفسیر نور ؛ دی چې حجةالاسلام محسن قرائتي برابر کړی دی.
محسن قرائتي کوم ډول شخصیّت دی؟.
حجةالاسلام محسن قرائتی په ۱۳۲۴لمریز کال(1945 ) د ایران په کاشان ښار کې زیږیدلی دی.محسن قرائتي په څوارلس کلنۍ کې دکاشان علمیه حوزې ته لاړ اوله یوه کال تیریدا وروسته قم علمیه حوزې تهاو بیا هم نجف اشرف ته لاړ. اوسمهال کې د محسن قرائتی زیاتره شهرت د قرآن کریم په باب د درسو کې د شتون پامته داره دی چې خپریدائې له ۱۳۵۹لمریز کال څخه د ایران له ملي ټيلیويژن څخه پیل شول چې هماغه راز دوام لري.
محسن قرائتي د تالیف په حوزې کې ډير زیارکښ دی او تردې دمه ئې په مختلفو موضوعګانو کې څه دپاسه شپيته تالیفات چاپ شوي دي. ‌تفسیر آیات دین و زندگی ، ۳۰۰ نکته در مدیریت اسلامی، تفسیر قرآن برای جوانان، راه رشد، هزار و یک نکته از قرآن کریم و یکصد و پنجاه موضوع از قرآن و احادیث ،نومې کتابونه د حجةالاسلام محسن قرائتي ځينی آثار دي،البته د هغه ځينی آثار په اردو او نورو ژبو هم ژباړل شوي دي.
د تفسیر نور د لیکلو روده؛ د تفسیر نور برابرول او د لیکلو روده ئې چې د سیدجواد بهشتي،محمود متوسل،حسن دهشیری او رحمت الله جعفري پشمول د یوشمیر څيړنیزو په ملګرتیاترسره شوي ، په دې توګه ده چې په پیل کې د مؤلف څو همکارانو د منتخبو تفسیرونو ټکي ویستلی اوپه مکتوب ډول د مؤلف په اختیار کې ورکول.په دغو تفسیرونو کې د سید قطب لیکل شوی ؛فی ظلال القرآن،د فخر رازي لیکل شوی؛مراغی؛ تفسیر قُرطُبی، مجمع البیان، نور الثقلین، صافی، المیزان، نمونه، کَشّاف، اطیب البیان و فرقان.
مؤلف(قرائتی) ددغو تفسیرونو په مطالعې سره پخپله هم څیړنو ته مخه کړه اودټولنې دیني اړتیاؤ ته په پام سره،د آیت د پیغامونو او ټکو په چوکاټ کې د اوسني نسل لپاره د قرآن کریم سټرټژيک پیغامونه په ساده او روان نثر سره لیکل او په ځينو موردونو کې ئې پخپله هم د حوزې له عالمانو او فقیهانو سره بحثونه او د نظر تبادل کوله. دهغه لیکنې د ریډیو په آينه وحي نومې پروګرام کې له وړاندې کیدا وروسته منظمې شوي او له چاپ مخکې یوځل بیا نهائي ووډنه ئې شوې ده.
د تفسر نور یو امتیاز دا دی چې فنی ،ادبی ،فقهی کلامي او فلسفي اصطلاحات پکې نه دي کارول شوي او یوازې ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎ قرآنه درسونه چې د دنیا په ژوندیو ژبو د ژباړنې وړ وي ،بیان شوي دي.
بل ټکی دا چې د شیعه او سني تفسیرونو د متنونونو زیاتره درسونو او پیغامونو هم استفاده شوي ده او ځيني ټکي د مؤلف او د هغه د همکارانو دي . ددغه آثر یوه بله ځانګړنه په دې کې ده چې له مختصر شونې سره سره ،ځينی موضوعي بحثونه هم لري.
باید ووئيل شي چې دغه تفسیر،په ساده اوروانه ژبه دعامو خلکو داستفادې لپاره لیکل شوی او د قرآن کریم درست آیتونه پکې شامل دي او تر ټولو مهمه ځانګړنه ئې هغه لنډ پیغامونه او کارندوالی دی چې د ژوند غوټه پرانیستونکی او د دنیا په ژوندیو ژبه د ترجمې وړ دی.
د آيتونو د تفسیر روده ؛
د تفسیر د وړاندې کولو روده داسې ده چې مطلبونه ئې په څلورو برخو کې ویشل شوي دي.په لومړۍ برخې کې ئې متن،د یوه یا څو اړونده آیتونو له ترجمې سره یوځاي راوړل شوی دی.. په دوهمې برخې کې،له ترجمې اوژباړې وروسته،د آیتونو ځینی ټکي بیان شوي دي،په هغو کې د آیت مشکلو ټکو ترجمه او ریښې بیان او دهغود نزول بیانول،چې د آيت دمحتوا په پوهیدا کې مهم دي ،له آیتو سره داړونده روایتونو بیانول پکې شامل دي،چې البته په دغې برخې کې دروایتونو پراخوالي ته په پام سره ،یوازې څو مثالونو په ذکر کولو بسنه شوې ده.
په دریمې برخې کې د آیتونو پیغامونه،چې له دغه تفسیر د مؤلف اصلی موخه هم همدغه برخه ده ،لیکل شوي دي.په څلورمې برخې کې هغه حاشیې دی چې پکې کې له آیت سره داړونده مطلبونه او روایتونه او د ايتونو نښې چې د ټکو او پیغامونو په چوکاټ کې د بیانولو وړ نه وی ، ذکر شوي دي.

captcha