IQNA

د تفسیراو مفسرّانو معرفي/1

تفسیر،د پټې معنا د موندلو لپاره تشریح او بیان

20:14 - August 24, 2022
د خبر لمبر: 3486136
ایکنا-(تهران)؛تفسیر؛په اسلامی علومو کې یوه داسې اصطلاح ده چې  د قرآن کریم دآیتونو د معنا توضیح او ورڅخه د معارفو مشخص کولو او معلومولو ته بیّله ده.دغه ټکی د ؛علم تفسیر؛په ترکیب کې د اسلامی علومو یوې پراخې زمینې ته اشاره کوي چې موضوع ئې دقرآن کریم تفسیر دی.

د؛فسر؛ریښه پخپل ترټولو پخواني کارندوالي کې،په ورپسې کارندوالي  کې او په تشریح کې، د خواب د تعبیر په معنا  ورحخه استفاده شوې ده.

د مقطعي حروفو په څير له نادرو او کمو موردونو پرته،عمومي آیتونه په داسې موقعیّت کې دي چې له ظاهره ئې معنا په ذهن کې ناڅاپي راڅرګندیږي.دا معنا چې  ئې لومړنۍ معنا یا رابرسیره شوي معنا ئې ګڼو،په عُرفی خبرو او زباني پوهې په اساس رامینځةکیږي او  خاص فعالیت ته اړتیا نه لري.هغه څه چې تفسیر نومول کیږي،  دوهمه یا ثانویه معنا  یا تفسیبري معنا رامینځةکول دي  چې د پوهې نتیجه یا په ژبې  له عادي پوهې  ورآخوا یو مهارت دی. 

د ؛تفسیر القرآن؛ په عنوان سره دآثارو لومړني مثالونه، چې د اصحابو (د رسول الله بزرګواربې واسطه یاران) او تابیعینو(د پیغمبر یاران)د تفسیرپه لیدتوګو کې د ډولوالي او بیلونکو سرچینو څخه یو تالیف دی،د دوهمې قمري پيړۍ له دریمې لسیزې راینولې تر پنځمسې لسیزې پورې  له وختونو سره اړوندیږي. په دغو آثارو کې  یوه بله ځانګړنه،له  اصحابو او تابیعینو څخه  په عین نقلولو کې  دمؤلف  دتفسیری نظریاتو ثبتول دي . دغه ډول آثار،په عراق، مکې او خراسان کې لیدل کیږي. دغه درې ټاټوبی  هغه سیمې دي چې پکې د تفکر نوښت یا نوی تفکر ریښه درلوده، خو دغه شان حرکت د مدینې  او شام په څير  په سنت پالو یا دود پالو سیمو کې نه لیدل کید او ددوي مفسّران  په لاځنډ سره د تفسیری تالیف له بهیر سره یوځاي شول.

د څلورمې قمری پيړۍ په وروستیو کې او د پنځمې پيړۍ په لومړنیو کې(لسمه او یولسمه میلادي پيړۍ) د جامع الازهر ، د نظامیه مدرسو او دغه شان د نورو لسګونو مدرسو په شان  د اسلامی نړۍ د مهمو مدرسو په تاسیس پسې،ددیني حوزو په تعلیمي نظام کې یولړ مهم بدلونونه رامینځةشول او  د مدرسې یو  واحد سنتي نظام رامینځةشو.

د  متکلم،فقیه،محدث او ادیب په شمول د مختلفو ټولنوو عالمانو څخه   دتفسیری کتابونو لیکوالانو په پنځمې قمري پیړۍ یعني په یولسمې میلادي پیړۍ کې په دغه واقعیّت باندې اعتراف درلود چې د قرآن دفهم او پوهیدا لپاره باید  یو نظر ولرل شي او د قرآن کریم په فهم او پوهیدا کې د مختلفو علومو له بریاؤ څخه استفاده وشي.

له لومړنۍ تر شپږمې قمري پيړۍ پورې په پړاؤنو کې،سره له دې چې د یوشمیر سرچینو په اساس تفسیرونه  راپنځول کیدل،خو دتفسیر د سرچینو په توګه  خپلواکه بحثونه مطرح نه ؤ.البته شپږمه قمري پیړۍ د تفسیر د علم خپلواکه پیړۍ ده او همدغې خپلواکۍ د تفسیر په وړاندې نوي اړتیاوې هم راوستي دي.

تفسیر کونکو په تفسیرکې د خپلو اصولو منظمولو،دتیرو پیړیو دڅو  څانګو د بریاؤ ځاي کولو او په یوه غږمله او یو موټي  جوړښتي چوکاټ کې ئې منظمولو ته ډيره اړتیا درلوده په دغې منظمونکي لارې کې لومړني ګامونه هغه لنډې او اوږدې سریزې وې چې ځينو مفسرانو پر خپلو تفسیرونو لیکلي او په هغو کې ئې ځيني موضوعګانې دیولړ مطلبونو سرچینې مطرح کړی چې وروسته  بیا ؛قرآني علوم؛ نومول شوي دي    

 

captcha