IQNA

طالبانو په افغانستان کې د عاشورا او د نوروز اختر چټیانې حذف کړي دي

6:58 - August 01, 2022
د خبر لمبر: 3486050
ایکنا-(تهران)د ترلاسه شوو سندونو پراساس طالبانو د ښځو د پیوستون ورځ او د ښځو پرضد د تاوتریخوالي د بندیز نړیواله ورځ هم د افغانستان له رسمي تقویم څخه حذف کړې ده.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو حکومت د هیواد په کال هینداره یعني کلینډر کښې د عاشورا د ورځې او د نوروز اختر چټۍ حذف کړي ده.

تراوسه د طالبانو د حکومت لخوا د افغانستان په کال هینداره کښې دغه بدلون راوستل په رسمي ډول نه دی اعلان شوی خو ایشوا شوي سندونه وايي چې طالبانو مخکې هم تیر مناسبتونه حذف کړي او پرځاې په سلیقه اي ډول د طالبانو مناسبتونه راوستي دي.

ویل کیږي چې طالبانو د هیواد له رسمي کال هیندارې څخه د عاشورا ورځ چټۍ حذف کړي ده او په مقابل کښې یې ځان ته اړونده څو مناسبتونه د هغو په ځاې راوستي دي.

د هغو سندونو پراساس چې د رسنیو لاس ته ورغلي دي  طالبانو د عاشورا د ورځې په چټۍ حذفولو سربیره د نوروز اختر په شان چې د دغه هیواد ملي او  لرغونی جشن ګڼل کیږي نورې عمومي چټیانې هم  له رسمي کلینډر څخه حذف کړي دي.

د دغه سند پراساس د ښځو د پیوستون ورځ او د ښځو پرضد د تاوتریخوالي د بندیز نړیواله ورځ هم د افغانستان له رسمي تقویم څخه حذف شوي دي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i119202

captcha