ایکناخبری آژانس د ګارډیّن له قوله راپور راکړ، فاطمه پیمان د آسټریلیاپه مشرانو جرګې کې ددغه هیواد د وسټرن سیمې تر ټولو وروستۍ څوکۍ ګټلې ده او ددغه هیواد په مشرانو جرګې کې په ستر او حجاب سره د لومړنۍ مسلمانې ښځې او لومړنۍ افغان توکمه په توګه پيژندل شوې ده .
هغه وائي ، چې غواړي ، په دغه هیواد کې حجاب په یوې عادې چارې بدل کړي . دغه ۲۷کلنه آسټریلیائي مسلمانه جینۍ چې پرون ددغه هیواد په سینټ کې غوره شوي ده ، وائي چې په ویاړ سره به خپل سکارف واچوي .
میرمن فاطمه دغه راز وائي ، هیله منده ده د ډيرو هغو آسټریلیائي ځوانانو لپاره الهام بخښونکي شم چې یوازې په دې دلیل چې په خداي اعتقاد لري ، یا یوازې په دې دلیل چې له نورو مختلف ښکاریږي ، ، په ټولنې کې له ګډونه محرومیږي .
میرمن پیمان په دوام کې وئيلي دي ،که پارلیمان د آسټریلیا د خلکو عمومي نماینده نه شي ، نو څرنګه منل کیدلی شي ، چې دتاسو غږ آوریدلی او په قدرت کې ستاسو نماینده کیدلی شي ؟
هغه وائي زه لومړنۍ با حجامه نماینده یم او ایمان لرم چې نوی حکومت په آسټریلیا کې د کډوالو او پناه غواړو سره د چلند د ښه کولو لپاره او همداراز د هغو کسانو لپاره به چې له دغه هیواده په بهر کې په زندان کې دي ، لازیات اقدامات وکړي . هغه همداراز وائي ، د ژوند له لګښتونو سره پر اړونده اندیښنو ، د ماشومانو پر خیال کونې ، د آب وهوا پر بدلون او پر هغو نورو مسئلو باندې چې پر ځوانو کورنیو اغیزې شیندي ، تمرکز وکړي .