ایکناخبری آژانس راپورد پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په تیره د ایران په اسلامی جمهوریت او پآکستان کې د امامت او ولایت مینه والو بیګا د روژې د مبارکې میاشتې په نولسمه(۱۹) شپه په جوماتونو ، امامباړو او نورو مذهبي ځایونو او زیارتونو کښې په غونډیدا او ترسهار پورې د قران کریم په تلاوت کولو او ثوابي لمونځونو کولو سره په الغوث ، الغوث ویلو سره جوشن کبیر دعا ولوستله او د خدای نومونه یې زمزمه کړل .
د اهل بیت علیه السلام مینه والو هم د حضرت علي علیه السلام په ویر کښې نوحې او مرثیې ولوستلې .
د قدر شپه داسې شپه ده چې په ټول کال کښې هیڅ شپه ئې فضلیت ته نه رسیږي او په دغه شپه عبادت د زرو (۱۰۰۰) میاشتو له عبادت څخه غوره دی او په دغه شپه د انسان د کال تقدیر لیکل کیږي .
د ایکنا درست کارکونکي د نړۍدرستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته په دې مناسب تسلیّت او تهنیّت وړاندې کوي .
ایکنا په دې مناسبت د قم په سپيڅلي ښار کې د جمکران جومات ډير په زړه پورې انځوریز راپور برابر کړی ، چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي .