IQNA

طالبانو په کابل کې د ښځو او سړیو لپاره تفریحي یا میلاځایونه هم سره وویشل

15:44 - March 27, 2022
د خبر لمبر: 3485596
تهران (ایکنا) - د طالبانو حکومت  د افغانستان په پلازمینې  کابل کې  په میلا ځایونو یا تفریحي ځایونو کې  دښځو او سړیو شتون هم وویشۀ .

د طالبانو له خوا  د افغانستان په تیره بیا د کابل  د میلا ځایونو یا تفریحي پارکونو  د ویشل کیدا په اساس،دغه سمې  په اونۍ کې څلور ورځې د سړیو لپاره او  درې ورځې د ښځو لپاره مخصوصې کړي دي . طالبانو له دې مخکې هم د ځينو فرمانونو کې  د ښارونودننه او له یوه ښاره بل ښار ته دتلو په لاره کې د ښځو له تګ راتګ سره خپل مخالفت اعلان کړی او همداراز ئې په پوهنتونونو کې  د هلکانو ترڅنګ د انجونو زده کړې هم منع کړي دي

صدای افغان خبری آژانس راپور ورکړی، د طالبانو دامر بالمعروف اونهی از منکر  د وزارت د تقسیم بندۍ په اساس ،  چې  نن په رسنیو کې  خپره شوې ده ،  یکشنبه ، دوشنبه ، او سه شنبه درې ورځې  دښځو لپاره  تفریحي ځایونه مخصوص کړي دي  او دوي په د غو ورځو کې د حجاب او ستر په رعایتونلو سره میلاځایونو ته تللی شي . په همدې ترتیب سره  دغه میلا مرکزونه  ، د چارشنبې ،پنجشنبې، جمعې او شنبې په ورځو کې هم  دسړیو  لپاره  مخصوص شوي دي .

ددغه وزارت په اعلامیې  کې راغلي  دي ، که ددغو موردونو او فرمانونو خلاف ورزي وشي ،نو د تفریحي مرکزونو  له خاوندانو اومسئولانو سره به قانوني چلند وشي .

https://avapress.com/fa/259703/حضور-

captcha