ایکناخبری اژانس د فارس له قوله راپور راکړ ،په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت دملګروملتو له خوا د دوي د حکومت د رسمیّت پيژندلو د مسودې د ځنډیدا په باب د پریکړه لیک په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړې او وئيلي ئې دي ، نوي حکومت د یوه خپلواکه حکومت او یوه مسئول نظام په توګه چې د خپل ولس امنیت ئې تامین کړی دی ، حق لري ، چې په ملګروملتو کې د افغانستان د ولس داستازي په توګه رول ولوبوي .
په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي ،د افغانستان د ولس د روا حقوقو څخه انکار کول هیڅ ګټه او قانوني بڼه نه لري ، د افغانستان د ولس څوکۍ دهغه چا په لاس کې ده چې له دغه هیواد سره هیڅ ډول کاري بڼه نه لري او همداراز دهیواد په یوې برخې هم واکوالی نه کوي او د افغانستان د ولس پر روا حقوقو سترګې پټوي .
داپه داسې حال کې دي چې د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ دافغانستان په باب یو نوی پریکړه لیک صادر کړی ، چې په اساس ئې د طالبانو د حکومت په رسمیّت پيژندل ځنډول شوي دي .د وئيلو ده چې طالبانو سهیل شاهین په ملګروملتو کې د افغانستنا دایمي استازی معرفي کړی دی .