ایکنا خبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ ،په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت د معارفو وزارت سرپرست نورا....منیر په یولړ څرګندونو کې په دې باب ووئيل ښونځیو ته د افغانستان د درستو انجونو دبیرته ګرځیدا لپاره هلې ځلې هم دوام لري .
د منیر په وینا، په افغانستان کې د ښځو د زده کړو لپاره باید یو پلان موجود وي او په یوې اسلامی ټولنې کې زده کړې هم باید په اسلامی چوکاټ کې ترسره شي .
د طالبانو د معارفو وزارت سرپرست روښانه کړې ده ، دینی مشران او عالمان په افغانستان کې د ښځو دزده کړې په باب په یوه جامع پلان بوخت دي په دې توګه چې د افغانستان له کلتور او اسلامی شریعت سره سمون وخوري .
له دې مخکې د طالبانو ویندوي ذبیح ا... مجاهد وئیلي وو ،چې طالبان د میرمنو لپاره د یوې لافعاله او مؤثرې ادارې د فعالولو پلویان دي .
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/08/28/2610528/طالبان-