IQNA

د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د زوکړې په ورځ به د انقلاب معظم رهبر وینا وکړي

23:49 - November 02, 2020
د خبر لمبر: 3483772
تهران (ایکنا) - د اسلامي انقلاب معظم رهبر به د حضرت محمد صلی الله علیه و آله او د حضرت امام صادق علیه السلام د زوکړې د کلیزې په ورځ له ټیلي ویژن وینا وکړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر به د ۱۳۹۹ کال د آبان میاشتې په ۱۳ چې د ربیع الاول میاشتې اولسمې نیټې او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله او امام جعفر صادق علیه السلام د زوکړې د کلیزې ورځ سره سمون خوري د ټیلي ویژن له لارې وینا وکړي.

دا وینا به په ژوندۍ بڼه د ایران له ټولو چینلونو او راډیوګانو خپریږي.

3932546

captcha