IQNA

د دوو سترو دینونو اسلام او مسیحیت پیژندګلوی هدف سره؛

امریکه «کنتاکی» کې د مسلمانانو او مسیحیانو لارښودو ترمنځه یوه غونډه پیل شوه

22:47 - September 02, 2015
د خبر لمبر: 3357556
نړیواله ډله: د امریکا کنتاکی ولایت «لوییویل» ښار کې د مسیحیت او اسلام دینی لارښودو تر منځه یو غونډه کې د دواړو دینونو ترمنځه د نیږدېښت لارې او مشترکات او د ټولنې مختلفو برخو کې اتحاد په اړه خبرې اترې ترسره شوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «WAV3» خبرونو بنسټ نه په نقل، داسې وخت کې چې د افراطی ډلو اقدامات ړومبنی خبرونه وې، د مسلمانانو او مسیحی لارښودو ترمنځه یوه غونډه کې سره را جمع شو چې هغه ستونزو سره چې سیاسی جړې لری مقابله وکړی. 

د «نورث‌ایست کریسچن» کلیسا د دې غونډی کوربه او د دې کلیسا پادری «تایلر مک‌کنزی» د دې غونډې مشر وو.

مک کنزی د مختلفو دینونو ترمنځه د خبرو اترو منظم کولو باندې تاکید سره وویل: ولې مونږ د مسیحیانو او مسلمانانو ترمنځه خبرې اترې کولو لپاره باید دومره کوښښ وکړو؟

هغه زیاته کړه: د دې دوه ورځې غونډې هدف چې د هفته او اتبار په ورځ پیل شوه، دا وو چې خلکو ته د نړۍ دوو لویو دینونو په اړه تعلیم ورکړو.

امام محمد د لوییویل ښار جومات نه هم په دې غونډه کې ګډون وکړو او د اسلام دین ښودنې او اصولو په اړه یی خبرې وکړی.

د جانسون پوهنتون کې د مقدس کتاب مطالعاتو ډلې مشر«جان ودرلی» هم د مسیحیت دین د پوهاند په توګه خبرې وکړی.

په دې خبرو کې د دواړو دینونو ماتمیزو نقطو باندې خبرو اترو سره د افراطی ډلو او تاوتریخوالی مسئلې په هکله به هم څېړنې کېږی.

غونډه کې د مسلمانانو استازی وویل: مونږ مسلمانان تاوتریخوالی او افراط ګری محکوم کوو، زه له دې نه مخکې چې یو مسلمان یم اول انسان ‍یم، هیڅ انسان دا کارونه نشی تایید کولی.

په دې غونډه کې د مسیحی او مسلمانانو لارښودو تاکید وکړو چې د مسلمانانو او مسیحیانو دواړو ډلو راروان وخت ښه کولو لپاره ضروری دې چې سره کوښښ وکړی.

ودرلی وویل: مونږ یو خدایی منو او اعتقاد لرو چې د ضرورت مند کسانو سره مرستې لپاره یو ځې کوښښ وکړو.

په دې غونډه کې شرکت کوونکو د دینونو لارښودو دا هیله څرګنده کړه چې د دینونو ترمنځه د خبرو اترو شروع لپاره دارنګه غونډې په کار دی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3354386

captcha