قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، د مالیزیا (Bernama)خبرونو نه په نقل، د مالیزیا تېر شوی بهرنی چارو وزیر حمید البار به د ملګرو ملتونو سازمان سر منشی بان کی مون، ملګرو ملتونو سازمان کښې د میانمار د چارو سر منشی او د سولې ځواکونه بې له تاوتریخوالی سازمان غړو سره لید کتنه کوی.
البار به همدارنګه د افریقا کمېټې مشر، د امریکه نړیواله روغتیا او بشری حقونو ټولنه او د د بخښنې نړیواله ټولنه چارواکو سره لید کتنه کوی او د روهینګیا مسلمانانو ستونزو باندې به ورسره خبرې اترې کوی.
تېره میاشت سپټمبر کې د اسلامی مرسته سازمان په نیویارک کښې د میانمار مسلمانانو په اړه یو کانفرانس پیل کړو چې په کښې یو عملی پروګرام وړاندی کړو چې په هغې کښې د میانمار حکومت نه غوښتنه شوی د هغه کسانو په خلاف چې د مسلمانانو په خلاف نفرت او تاوتریخوالی لری عملی اقدام وکړی.
په دې عملی پروګرام کښې د میانمار مهاجر مسلمانانو ته وطن ته د را ستنېدلو اجازت ورکول، ټولنیز پانګونه، د مسلمانانو سیمه کښې اقتصادی کارونه او د روهینګیا مسلمانانو ته د بشری حقوقو نړیواله ملګرتیا مرستې رسول شامل دی.
د روهینګیا مسلمان په میانمار کښې د کال ۱۹۴۸ د دغه هیواد خپلواکې نه تر اوسه د بودائیانو له لاسه په سختی او شکنجه کې دی.
دا دینی لږکی د نړۍ له ټولو مظلوم لږکی ګڼلې کېږی، او په میانمار کښې د نسلونو په نسلونه اوسېدلو نه پس هم تر اوسه د «بنگالی» په نوم یادېږی او تر اوسه پوری ورته د تابعیت حق نه ورکړی کېږی.
د روهینګیا مسلمانان په اخیرنی کلونو کښې د بودایی افراطی لارښودو تاوتریخوالی سره مخامخ دی.
http://www.iqna.ir/fa/News/2987328