ایکنا د برناما په حواله خبر ورکوي چې، د مالیزیا د قرآنکریم د تلاوت او حفظ کولو 63 نړیواله سیالي (MTHQA) د کوالالمپور په نړیوال سوداګریز مرکز (WTCKL) کې ترسره شوه. دغه سيالۍ د زمري په ٢٨مه نېټه په رسمي توګه د ماليزيا د لوړ پوړو چارواکو په شتون سره، د پرانستې مراسمو وروسته د نړيوال سوداګريز مرکز په مرديکا کنفرانس تالار کې پيل او د وږي په دویمه نېټه د غوره ګټونکو په معرفي کولو سره پای ته ورسېدې.
د نارینه وو د قرائت په برخه کې د مالیزیا قاري محمد قیم نزار صاریمي د ۹۴.۹۶ سلنه نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.
د ایران علي رضا بېژني د ۹۳.۳۰ نمرو په لرلو سره دویم او د برونئي محمد ذولحافظ آوانګ تنګاه د ۹۰.۳۸ سلنه نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم ځای خپل کړ.
د مراکش قرائت کوونکې سارا بالمامون د ښځو د قرائت په برخه کې د ۹۳.۰۵ سلنه نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړی، ورپسې د اندونیزیا روزا سفیان نور (۹۲.۲۱ سلنه) دویم او د فلیپین صباحه باتو سالیک (۹۱.۵۰ سلنه) نمرې په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړی دی.
د نارینه وو لپاره د قرآنکریم حفظ کولو په برخه کې، د ګیني هېواد عمر تورور په 98.63 سلنه نمرو سره لومړی، له یمن څخه مامون احمد د 97.38سلنې سره دویم او د چاد له هېواد څخه علي عطیه په 97.07 سلنه نمرو سره درېیم ځای خپل کړ.
د الجزایر تیباني شیما انفال د قرآنکریم د مېرمنو د حفظ په برخه کې د ۹۶.۳۲ سلنه نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ، ورپسې د سینیګال هېواد څخه ندي سینابو نجوم (۹۵.۲۵ سلنه) دویم او د موریتانیا سیدي المختار خدیجیتو (۹۴.۱۹ سلنه) نمرې ترلاسه او درېیم مقام ترلاسه کړ.
د مالیزیا نابینا قاري محمد قایم چې لومړی مقام یې ترلاسه کړ وویل: د خدای شکر ادا کوم چې د بریل په ژبه د قرآنکریم د تلاوت د مهارتونو د زده کړې په برخه کې یې د شپاړس کلنو هلو ځلو په پایله کې په دې سیالۍ کې نتیجه ورکړه.