IQNA

د مالیزیا قرآني سیالیو له څلورمې شپې د ایکنا راپور

د عليرضا بېژني بې ساری تلاوت او تاریخي پېښه چې د اورېدونکو له خوا ترسره شوه (فلم)

12:58 - August 24, 2023
د خبر لمبر: 3487844
ایکنا – (مالیزیا) د مالیزیا د قرآني نړیوالو سیالیو په څلورمه شپه چې ایران او مالیزیا د قرآني استازو له تلاوت سره مل وو، د سیالیو په تالار کې ځانګړې حیرانتیا رامنځته کړه، هغه حیرانتیا چې د ایران د قرآني استازي د تلاوت له پایته رسېدو وروسته، یوه تاریخي او تقریبا بې سارې پېښه رامنځته شوه.

د ایکنا د خبر له مخې، د مالیزیا قرآني ۶۳م پړاو نړیوالو سیالیو څلورمه ورځ په داسې حال کې د سې شنبې په سهار د زمري په ۳۱مه د ټول قرآن د حفظ په برخو کې سیالۍ پیل شوې او په مازدیګر کې د تحقیقي قرائت په برخه کې دوام وموند چې د ایران قرآني ټولنه بې صبرانه په دې سیالیو کې د دې هېواد د قرآني استازي علي رضا بېژني د تلاوت اورېدو په تمه وو.

د ایران د قرآني استازي او همدارنګه د مالیزیا قرآني استازي چې ډېری کسان دوی د سیالیو د لومړي مقام ګټونکي بولي، په دې ورځ سیالیو ته یې ځانګړې حیرانتیا ورکړې وه. هغه حیرانتیا چې له شک پرته دې ټولو سیالیو باندې اغېزه کړې وه.

په مازدیګر کې د سیالیو څلورمه ورځ د اردن هېواد د استازي صالح احمد علي قطیفان په تلاوت سره پیل شوه. هغه د روم مبارکې سورې ځینې آیتونه تلاوت کړل.

د ایکنا د راپور له مخې، د دې ورځې د تلاوتونو په دوام سره، د سریلانکا هېواد محمد مختارعتیق الرحمن ته نوبت ورسېد. یاد قاري خپل ډېری تلاوت د ترتیل په ډول وړاندې کړ او په بېلابېل لحن سره یې خپل تلاوت ترسره کړ.

د ایکنا د راپور له مخې، د دې ورځې د سیالیو په دوام د مالیزیا په قرآني نړیوالو سیالیو کې د ایران قرآني استازي عليرضا بېژني ته نوبت ورسېد. هغه ښکلی او حساب شوی تلاوت چې په تالار کې د ګډونوالو له ستاینې سره مخ شو، هغه بې سارې پېښه چې د مالیزیا سیالیو په تاریخ کې ساری نه درلود. البته په وروستیو کلونو او د شهید منا، محسن حاجي حسني کارګر د حضور په وخت کې او د هغه د تلاوت له پایته رسېدو وروسته هم په قرآني سیالیو کې د تالار له بې ساري ستاینو سره مخ شوي وو.

https://iqna.ir/fa/news/4164329  

captcha