ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، د صهیونیسټي رژیم پوځیانو نن سهار د جنین ښار پر الزبابده ښارګوټي حمله وکړه. صهیونیسټانو هغه فلسطینیان په ډزو وویشتل چې غوښتل یې ښارګوټي ته نیواکګرو د ننوتو مخه ونیسي.
«عثمان عاطف محمد ابو خرج» ۱۷ کلن فلسطیني ځوان په دغو نښتو کې د صهیونیسټي پوځیانو له خوا مستقیما پر سر لګیدلی او شهید شوی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټي پوځیانو د دغه فلسطیني ځوان په سر په مستقیم ډول ډزې وکړې.
د صهیونیسټي رژیم پوځیان هره ورځ په مختلفو پلمو پر مختلفو سیمو په حملو سره د فلسطین مظلوم ولس شهیدان ، ژوبل او بندیان کوي .