ایکنا د پارس ټوډې د خبر له مخې راپور ورکوي چې د اسرائیلو پوځ ادعا کوي چې دغو کسانو پر اسرائیلي پوځیانو ډزې کړې دي.
په همدې حال کې، د حماس غورځنګ ویندوی «عبداللطیف القانوع» په نابلس کې د درېیو فلسطینیانو له شهادت وروسته ټینګار وکړ، چې د دغو شهیدانو وینه به ضایع نه شي او په اور او باروتو به بدلېږي، چې صهیونیسټان به په اور کښېنوي او دښمن به ډېر ژر د خپلو جنایتونو قیمت ورکوي.
القانوع وویل، له نیواکګرو ځواکونو سره له نښتې وروسته، په نابلس کې د مقاومت د یوشمېر اتلانو د وژلو جنایت به د صهیونیسټي رژیم د فاشیستي کابینې د جنایتونو او د فلسطین پر ملت د تېریو په کارنامې کې اضافه شي .
د حماس وياند وويل، په لوېديځه غاړه کې د مقاومت د اتلانو وژل کېدل به د مقاومت د کمزورتيا یا ناکامۍ سبب نه شي او مقاومت او انقلابي ځوانان به خپلو موخو ته تر رسېدو پورې دغې لارې ته دوام ورکړي.