IQNA

د کربلا تاریخی حماسه د باطل په ضد د حق تل پاتې بریالیتوب دی

15:30 - July 20, 2023
د خبر لمبر: 3487659
ایکنا-(اسلام اباد) په پاکستان کې نن د محرم دمیاشتې لومړئ نیټه ده،داسې میاشت چې  په دغه هیواد کې  مسلمان ولس داهل بیت علیهم السلام په مینې او د سید الشهدا حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه د وفادارو ملګرو د شهادت په غم کې  ویر او ماتم کوي او   دغه میاشت د پاکستانیانو پشمول د درستو مسلمانانو لپاره له ظلم سره د مقابلې د کلتور د  دودولو او د سولې او وحدت د پیغام خورونکي  ګڼي .

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان  ولسمشر  او لومړي وزی ر د محرم د میاشتې په رارسیدو سره  دغه میاشت  د کربلا دتاریخي حماسې ، د حضرت امام حسین علیه السلام د سرښیندنې او د باطل په ضد د حق تل پاتې بریالیتوب  یادونه وبلله.

په پاکستان کې نن د محرم دمیاشتې لومړئ نیټه ده،داسې میاشت چې  په دغه هیواد کې  مسلمان ولس داهل بیت علیهم السلام په مینې او د سید الشهدا حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه د وفادارو ملګرو د شهادت په غم کې  ویر او ماتم کوي او   دغه میاشت د پاکستانیانو پشمول د درستو مسلمانانو لپاره له ظلم سره د مقابلې د کلتور د  دودولو او د سولې او وحدت د پیغام خورونکي  ګڼي .

 د پاکستان  ولسمشر عارف علوي  او لومړي وزیر شهباز شریف پخپلو جلاجلا پیغامونو کې  د نوي قمري کال او د محرم د میاشتې په رارسیدو سره  وئیلی دي، دغه میاشت د و حدت او یووالی او د ظلم او  ظالم  په خلاف  دمبارزې او د حق په لاره کې د کلک مقاومت  درس او د  حضرت امام حسین علیه السلام   د ارزښتمنې قربانۍ  او   حماسې یادونه  کوي.

دوي وئيي دي ، په دغې ورځې ژمنه کوو چې  دحضرت محمد مصطفی  دتعلیماتو او سیرت پیروي کو و او داپخپل ژوند کې پلي کوو.

د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر په دې مناسبت پخپلو پیغامونو کې د اسلامي نړۍ  او پاکستان د ولس لپاره د بریالیتوب او ترقۍ په هیلې سره  او دغه راز  د فلسطین او کشمیر د  ملتونو دمشکلاتو او کړاؤنو د  ختمیدا په امید کولو سره  وئيلی دي،  محرم میاشت  د عاشورا دحماسي پاڅون او د ظلم او جبر څخه د براءت او د اسلام د سپيڅلي دین ددفاع لپاره یو لوي درس دی چې باید اسلامی امت ئې  دخپلو کړنو اساس وګرځوي.  

همداراز د پاکستان مذهبی او سیاسی مشرانو او ګوندونو  هم ددغې  پاکې میاشتې په رارسیدا سره پخپلو  پیغامونو کې د سرښیندنې د روحیې  ، له ځانه د تیریدا ، شجاعت  او او د خدای په لاره کې د  شهادت او له هرڅه مهمه له ظلم سره د ډغرې  د روحیې پر دودولو په ټينګار سره وئیلی دي چې باید  له دغه فرصته  په ټولنې کې د سولې د پیاوړتیا، داسلامی وحدت او یووالي  د پیاوړتیا او له افراط پالنې او ترهه ګرۍ څخه  دبرائت  او یوموټي کیدا  لپاره استفاده  وکړو.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i135974      

captcha