ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،څو ورځې مخکې د ډنمارک د ښي پال افراطي ګوند سرغنې او زوړپال پالوډن او په سوېډن کې د ترکیې د سفارت مخې ته قرآن وسوځول چي د اسلامي هیوادونو او مسلمانانو له غندنې سربېره د روسیې د ارتودوکس د عیسویانو د مرکزي کلیسا هم د دغه ناوړه اقدام نه منوونکی او وحشیانه بللی دی.
په مسکو کې د ارتودوکس عېسویانو د ټولنې او د مرکزي کلیسا ویاند ولادیمیر لوګوېدا په سوېډن کې د قران سوځول له وحشي توب ډک او نه منونکی اقدام بللی دی.
هغه ویلي چي باید د نورو مقدساتو سپکاوی نه وشي، یو نیم کسان باید د انسانیت او د مقدساتو له سرحداتو د تیرېدو لپاره د سیاسي هلو ځلو برخه نه وګرځي.
دا دریم ځل دی چي د سوېډن حکومت افراط پال راسموس پالوډان ته د قرآن د سوځولو قانوني جواز ورکوي، او د سوېډن پولیس ورته امنیت ټینګوي.
ایران، ترکیې، مصر، کویټ، امارات، افغانستان، د مصر الاظهر، د عالمانو نړیوالې ټولنې، قطر، عربستان، انډونیزیا، اردن، مراکش، د اسلامي همکاریو سازمان، د فارس خلیج د همکاریو شورا، د یمن انصارالله، د لبنان حزب الله او د فلسطین حماس او د اسلامي جهاد غورځنګ د دغه اقدام په غندلو سره، د هغه د پآیلو په هکله خبرداری ورکړي دي.