IQNA

د مذهبونود نزدیکت دټولنې ستره سټراټژي داسلامی هیوادونوداتحادئې جوړول دي

11:47 - January 27, 2022
د خبر لمبر: 3485328
تهران (ایکنا) - د اسلامی مذهبونو د نزدیوالی د ټولنې عمومی منشي زیاته کړې ،په افغانستان کې د مختلفو قومونو شتون ته په پام سره ددغو قومونو دحقوقو خیال ساتل له حکومته د دوي د ونډې په رعایتولو سره ممکن دي او د طالبانو واکمن پلاوی باید دغو حقوقو ته داحترام په سترګه وګوري .

ایکناخبری آژانس د مهر له قوله راپور راکړ د اسلامی مذهبونو د نزدیکت د ټولنې  عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري  له مهر خبری آژانس سره په خبرو کې  ووئیل ، د یوه واحد امت د بڼه خپلولو لپاره  هڅه د دغې ټولنې په سترې سټراټژۍ کې  د اسلامی هیوادنو د ټولنې د جوړولو لپاره یو اساسی وړاندیز دی .

حجةالاسلام حمیدشهریاري زیاته کړې،باید د اسلامی هیوادونو پارلیمانونه  هم سره غونډشي  او د خپلو داخلی اساسنامو  په اساس  او د خپل ملي هویّت  په ساتنې سره  هڅه وکړي ،څو  داسلامی هیوادونو اتحادیه تاسیس شي .

حجةالاسلام  شهریاري   د افغانستان د وضعیّت په باب هم ووئیل ،طالبان باید د افغانستان عامه ولس رایو ته پام  او هڅه وکړي ،ددغه هیواد راتلونکی حاکمیتی نظام داسې پلان کړي چې د نړیوالې ټولنې دتائيد وړ وګرځي .

د اسلامی مذهبونو د نزدیوالی د ټولنې عمومی منشي  زیاته کړې ،په افغانستان کې  دمختلفو قومونو شتون ته په پام سره  ددغو قومونو دحقوقو خیال ساتل له حکومته د دوي د ونډې په رعایتولو سره ممکن دي او د طالبانو واکمن پلاوی باید دغو حقوقو ته داحترام په سترګه وګوري .

https://www.mehrnews.com/news/5409000/راهبرد-

captcha