ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د قرآن نړیوال خبری آژانس په ویب سایټ کې د پرتګالي ژبې د پاڼې په زیاتیدا سره دغه خبری آژانس سایټ په یویوشت ژبو سره نړیوالو ته خپل مطلبونه وړاندې وي .ددغې ویب پاڼې بیګا دایکنا خبری آژانس د عمومی مدیر او هیواد د پوهنتونونو دقرآني ادارې مشر محمدحسین حسیني او دغه راز حجةالاسلام مصطفی رستمي په شتون سره د پوهنتوني جهاد دبریاؤ او توانمنیو په نندارتون کې مخ کتنه وشوه .
په راپور کې وئيل شوي دي ، حجةالاسلام مصطفی رستمي ددغه نندارتون دلیدو په وخت د ایکنا خبری اژانس سټال په لیدو سره ددغه خبری آژانس له فعالیتونو هم خبر کړائ شو .
قرآن نړیوال خبری آژانس چې په مختصرو ټکو سره ایکنا لوستل او بلل کیږي،د ژبو دشمیر له پلوه د ایران په خبری آژانسونو کې لومړی مقام لري او ددغې رسندوئې د ژبو زیاتیدا د قرآني خبرونو نړیوال اړخ هم زیات کړی دی،لکه څنګه چې دم ګړۍ بهرنیو ژبو ته د مراجعې اندازه د ایکنا خبری آژانس د ویب پاڼې د لیدونکو په سر کې ده .
په دې اړه ددغه پروګرام یو ویډیوئي کلیب هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .