ایکناخبری آژانس د سبق له قوله راپورراکړ،د عربستان دعبداللطیف الفوزان د جوماتونو د معمارۍ د نړیوالې جایزې د سیالۍپه دریم پړاؤکې غوره اوګټونکي جوماتونه معرفي شول .
ددغې سیالۍ د غوره شوو اوو جوماتونو د معمارانو د درنښت درستورې د سعودي عربستان د پاچا دځانګړي سلاکارشهزاده سلطان بن سلمان او د عبداللطیف الفوزان د جایزې د شورا د مشر او ددغې جایزې د بنسټګر شیخ عبداللطیف بن احمد الفوزان او د نړۍ د مختلفو هیوادونو د جوماتونو له معمارۍ سره د اړونده یو شمیر نورو معمارانو ، کارپيژاندو او متخصصانو په ګډون سره په مدینې منورې ښار کې ترسره شوې .
د دنړۍ د درو براعظمونو د ۴۳اسلامی هیوادونو له جوماتونو څخه دوه سوه یو جوماتونه ،ددغې نړیوالې جایزې د ترلاسه کولو لپاره نامزد شوي وو ، چې له دوي اوه ویشت جوماتونه غوره شول او وروسته بیا له دغه لیسټه اوه جوماتونه د نهائي ګټونکو په توګه معرفي شول .
په دغې سیالۍ کې په څلورو برخو کې د جوماتونو ځانګړنې وارزول شوې چې په هرهیواد کې په ملی سویه په نفوذ او شتون سره په مرکزي جوماتونو کې ، هغه جوماتونه چې پکې د جمعې لمونځ ترسره کیږي ،د کوڅې جوماتونه او همداراز له ځاي ټولنو سره اړونده جوماتونه پکې شامل دي . په ریاض ښار کې د ملک عبدالله مالی جومات،د مصر په سوهاج کې الباصونه جومات ،په بنګله دیش کې الاحمر جومات ، په انډونیشیا کې دلویدیځ جاوا جومات او د ترکیې د استانبول د سنجقلار جومات او د لبنان په المختار ښارګي کې د الامیر شکیب ارسلان جومات او د مالی جمهوریت د ګلی جینیه جومات د اوو برلاسه وماتونو په ټولګې کې وپيژندل شول .
شهزاده سلطان بن سلمان بن عبدالعزیز په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې د اسلامی جوماتونو اومقدساتو ته د توجه پر اهمیّت په ټينګار سره او د دغه شان سیالۍ دترسره کولو په مننې سره ،د معمارۍ ، جوړونې ،او له ځاي ټولنو سره د جوماتونو تعلق او د چاپيریال له نظره د جوماتونو راتلونکی رول وستایه.
ددغو خاصو جوماتونو یو تصویري رابور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .
مسجد ملک عبدالله مالی در شهر ریاض
مسجد الباصونه در سوهاج مصر
مسجد الاحمر در بنگلادش
مسجد غرب جاوا در اندونزی
مسجد سنجقلار استانبول در ترکیه
مسجد امیر شکیب ارسلان در لبنان
مسجد گلی شهر جنه در جمهوری مالی