ایکناخبری آژانس د القدس العربی له قوله راپور راکړ ،د امریکا د کانګرس استازو بیګا له اسلامه د ویرولو له پروسې سره د مبارزې او دمسلمانانو په ضد له تعصباتو سره د مقابلې لپاره په خارجه وزارت کې دیوه ځانګړي دفتر د جوړولو په باب دمسودې د ارزونې غونډه روانه وه چې د یوه جمهوری غواړي استازي په سپکو خبرو سره جنجال ته وکاږل شوه .
د ایلهان عمر خپل ګوندي جمهوری غواړي غړي سکاټ پري میرمن ایلهان چې نوموړي مسوده ئې وړاندې کړې وه ، یهودیت ضده وبلله او دا ئې له ترهه ګرو ډلو سره په ارتباط تورنه کړه .
د امریکا د کانګرس یوه بل غړي لورن پوبرت هم څو اونۍ مخکې د امریکا د دغې مسلمانې استازې په ضد توکمپالې څرګندونې وړانډې کړې وې او وئيلي ئې وو ، میرمن عمر یوه خودکشه او ترهه ګرهه ښځه کیدلی شيۍ .
د امریکا د کانګرس په بیګانۍ ناستې کې د میرمن ایلهان عمر په ضد په سپکو څرګندونو پسسې ډيموکراټو استازو د کانګرس په انګڼ کې چغې پورته کړې . په تیره بیا چې اسکاټ مدعي شو چې نوموړي مسوده چې دډيموکراټان ئې ملاتړ کوي ،په ترهه ګرۍ د نیوکو د غلي کولو په خاطر لیکل شوې ده .
په نهایت کې د امریکا دکانګرس انګڼ د ډيموکراټيکو استازو له رسمي اعتراض وروسته او له دوسې د سکاټ پري د نظرونو دحذفونې په غوښتنې پسې وځنډول شوه .