IQNA

پوتین «د روسیې د ملي یوالي ورځ» په مراسمو کې له قرآن کریم حواله ورکړه

21:42 - November 06, 2020
د خبر لمبر: 3483782
تهران (ایکنا) - د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې د ملي یوالي ورځې د مراسمو په وینا کې، د شوری د سورت ۲۳ آیت او د نحل د سورت ۱۲۸ آیت قرائت کړ.

د روسیې ولسمشر د دغه هیواد د ملي یوالي د ورځې په مراسمو کې د ویډیو کنفرانس له لارې چې د بیلابیلو دینونو د استازو په شتون کې ترسره شو، وینا وکړه.
هغه په خپلو خبرو کې د قرآن کریم د نحل سورې د ۱۲۸ آیت او د شوری سورې ۲۳ آیت روسي ژباړه قرائت کړه او وې ویل: دا آیتونه د احسان، محبت، ملګرتیا او د خدای د بندګانو چې په دې چارو عمل کوي د ثواب په اړه خبرې کوي.
ولادیمیر پوتین په دې مراسمو کې همداشان، له انجیل، تورات او د بوداییانو له مقدس کتاب هم عبارت قرائت کړ او د روسیې په خاطریې د توکمپالنې او دینونو ترمینځه د سولې په اهمیت ټینګار وکړ.
هغه وویل: مونږ ټول ګورو چې سپکاوي کونکي چې د بیان د ازادۍ تر عنوان لاندې یې له نورو دینونو احساساتو ته زیان رسولو سره کوم مسائل رامینځته شول.
3933524

captcha