د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د افغان رسندویو له راپور سره سم د پاکستان د جماعت اسلامي مشر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پيل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.د افغان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي پاکستان ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې د جماعت اسلامي ګوند له مشر مولوي سراج الحق سره وليدل.
په دغه ليدنه کې داودزي له مولوي سراج الحق څخه غوښتل چې ترڅو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په پېل کې همکاري وکړي.
بلخوا د جماعت اسلامي ګوند مشر په افغانستان کې سوله مهمه وبلله او زياته یې کړه چې د افغانانو غږ اوس د سولې لپاره یو شوى دى.
ده وويل، حاضر دى چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په پېل کې ملګرتیاوکړي.
د يادولو ده چې محمد عمر داودزي د خپل دې سفر په ترڅ کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير محمود قريشي په شمول له يو شمير نورو پاکستاني چارواکو سره هم ليدلي دي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79621