د ایکنا راپور له مخې، د لوما خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د بنګلادېش او د میانمار چارواکو ترمنځه د روهنیګیا په زرګونو مسلمانانو بېرته ستنول له نوومبر میاشتې شورو کولو باندې توافق شوې، دې مسلمانانو د ستونزو له مخې میانمار نه بنګلادېش ته تېښته کړې وه. د بنګلادېش د بهرنې چارو یو ستر مقام شهید الحق د میانمار د چارواکو غونډې سره په ډاکا کښې ناستې نه ورستو خبریالو ته وویل: د روهینګیا د کډوالو بېرته ستنېدو پروګرام به له نوومبر نه شورو کېږي.
د میانمار نه راغلې غونډې هم د دغه ناستې پایلې ډېرې ښه وټاکلې او خبریالو ته یی وویل چې ځنې فکرونه مو کړې چې کډوال بېرته امن سره بېرته ستانه شي او له دغه مطمئن شو.
خو ولی د بشري حقوقو یوې ډلې ټینګار کړې چې تراوسه د روهینګیا مسلمانانو بېرته ستنېدو لپاره شرایط مناسب نه دی.
یادښتونه، د تېر کال له اګست میاشتې یو شمېر زیات مسلمانان د میانمار د حکومتي ځواکونو له برید نه ورستو بنګلادېش ته تښتېدلې وو.
http://iqna.ir/fa/news/3760048