IQNA

ملګرې ملتونو سازمان: د روهینګیاو بېرته را ستنېدلو شرایط شتون نه لري

22:59 - April 09, 2018
د خبر لمبر: 3481157
نړیواله ډله: د ملګرې ملتونو سازمان یو ستر چارواکې د میانمار نه لید نه ورستو وویل: دا هیواد د روهیګیا مسلمانانو کډوالو بېرته قبلولو شرایط نه لري.

د ایکنا راپور له مخې، له رویترز نه په نقل، د بشري ملګرتیا چارو د ملګرې ملتونو سازمان مرستیال اورسولا مولر میانمار ته د شپږو ورځو سفر نه پس وویل: هغه څه ته په خیال چې می ولیدل او له خلکو نه می وورېدل او روغتیایي پاملرنې نشتوالی، د سولې نشتوالي نه پس د کډوالو بېرته را ستنېدلو شرایط نه لري.
د ځنې ستونزې دا دې چې د میانمار کم نه کم ۵۵ کلې چې په دغه پېښو کښې خالی شوې وو، ویجاړ کړي دي. که څه هم د میانمار حکومت اعلان کړې چې دا ویجاړتیا د کډوالو بیا را تللو او میشتیدنې لپاره ترسره شوې.
تېر کال د روهینګیا مسلمانانو ځپولو او بنګلادېش ته د میانمار راخین ولایت نه تقریباْ د ۷۰۰ مسلمانانو نه بهر ویستلو سره دا هیواد په قومی پاکوالي تورن کړي وو.
وخت مخکې د نړۍ عمومي افکارو له اړخه میانمار حکومت باندې زور راوړلو سره دغه هیواد متعهد شو چې د کډوالو بېرته راوستو لپاره به خپلې ټولې هڅې ترسره کولو سره بنګلادېش سره په یوې تړون باندې لاسلیک کړي وو چې په عادلانه او سوله یز توګه به ترسره کوي.
میانمار تراوسه د یو څو سوه روهینګیا کډوالو مسلمانانو بېرته را ستنېدلو اجازت ورکړي دي، د میانمار یو چارواکې اعلان کړي چې د کډوالو لومړۍ ډله کولې شې چې کله غواړې میانمار ته را تللې شي.
د بنګلادېش ډېرو چارواکو د میانمار له اړخه د روهینګیا کډوالو قبلولو اراده کښې شک لري، میانمار او بنګلادېش د جنوري میاشته کښې موافقه کړې وه چې په راروان دوه کالو کښې به د کډوالو بېرته تللو لپاره شرایط برابره وې میانمار د کډوالو قبلولو لپاره دوه مرکزه جوړ کړي او وایئ چې یو کمپ یی هم د راخین پولی سره د کډوالو قبلولو لپاره لږولې دي.
http://iqna.ir/fa/news/3703874
captcha