قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د فاکس نیوز نه په نقل، د نایجېریا یو نظامي مقام ویلې چې دا ځانمرګې برید د جمعه په سهار د دامبوآ ښار په یو جومات کې شوې چې پکې ۹ لمونځ کوونکې مړه او ۱۲ تنه ژوبل دې.
برید کوونکې په دې برید کې ځان د لمونځ کوونکو چې د جمعه د ورځې د سهار لمونځ یی کولو ترمنځه چاودنه وکړه.
د نایجېریا د ځواک ویاند سانی عثمان، په دې اړه وویل: امنیتي ځواکونو یو ځانمرګې حمله کوونکې ونیوو خو ولی دویم حمله کوونکې جومات ته ننوتلو او ځانمرګی برید یی ترسره کړو.
د دې راپور له مخې، تراوسه د دې برید یوې ډلې هم مسؤولیت په غاړه نه دې اخیستلې، خو ولی د نایجېریا مقاماتو د دې برید مسئول بوکوحرام ترهګره ډله ګڼلې.
بوکوحرام چې ځان د داعش ملګرې ګڼې له کال ۲۰۰۹ نه تر اوسه د نایجېریا په مختلفو سیمو کې یو شمېر بریدونه او چاودنې کړې.