IQNA

د انقلاب ستر لارښود خپل نوروزی پیغام کښې وویل: د ۹۴ کال (دولت او ولس، خواخوږې او اړوند) د لویو پېر زونه لپاره د دولت او ولس همکاری

0:43 - March 25, 2015
د خبر لمبر: 3036062
سیاسی ډله: حضرت آیت الله خامنه ای د ۱۳۹۴ کال شروع کېدو په مناسبت سره د ایران ملت او نور هغه ملتونو ته چې د نوروز ورځ ته په درنښت ګورې د نوروز او نوې کال شروع کېدو مبارکې ورکړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه( ایکنا)راپور له مخې، د انقلاب ستر لارښود دفتر نه په نقل، حضرت آیت الله خامنه ای د اسلامی انقلاب ستر لارښود د نوې کال ۱۳۹۴ په مناسبت د نوی کال او نوروز د ایران ملت او نور هغه ملتونو ته چې د نوروز ورځ ته په درنښت ګورې مبارکې ورکړی، او نوې کال یی( دولت او ولس، خواخوږې او اړوند) په نوم وټاکلو.

حضرت آیت الله خامنه ای د نوې کال شروع کېدل د شهادت حضرت فاطمه سلام الله علیها ته اشاره سره وویل: د پیغمبر صلی الله علیه و آله کورنۍ سره د ایران ملت اخلاص او د پیغمبر صلی الله علیه و آله لور بی بی سره یو خاص غوښتنې لری او خلک هم یقینا د دې مقتضیات رعایت به کوی، او هیله لرم چې نوې کال به د فاطمه سلام الله علیها برکاتو نه شتمن وی او د هغې عزتمندې ژور او تل پاتې تاثیرات به د خلکو په ژوندون کښې څرګنده وی.

هغوی لنډه کتنه د ۱۳۹۴ کال مسایل کښې د دولت او ملت خپلو کښې سره همکاری ضروری وګڼله او تاکید یی وکړو: د ۹۴ کال د شعار(دولت او ولس، خواخوږې او اړوند) ته عملی جامه اغوستلو لپاره په کار دی د شعار دواړه اړخه یعنې هم شجاع، بصیر، پوهه، او همت لرونکې د ایران ملت او همدارنګه خدمتګار دولت، چې په یو بل یی اعتماد وې او له یو بل سره همکاری کوی.

حضرت آیت الله خامنه ای د ایران ولس روان کال کښې مخامخ پېرزونو ته اشاره سره وویل: اقتصادی پرمختګ، په سیمه او نړۍ کښې اقتدار او عزت، په علم کښې ریښتونی پرمختګ، قضایی او اقتصادی عدالت، او له ټولو مهم ایمان او معنویات لوی پېرزونې دی چې په دې کال کښې د ایران ولس لپاره لرو، خو ولی تا ټولې غوښتنې او پېرزونې ترلاسه کوونکې دې او د ایران ستر او لوی ولس له ظرفیت نه او د سیاسی نظام نه بهر نه دی.

د انقلاب ستر لارښود په ادامه کښې د دې پیرونو شتون لپاره د همکاری، خواخوږی او د دولت او ملت دوه طرفه ګرانښت وټاکلو او وې ویل: دولت د ولس کارګر او ملت د دولت کارکوونکې دی او چې هر څومره د دولت او ولس همکاری زیاته وی، نو کار به هم زر زر کېږی، نو ځکه په کار هم دولت ملت قبول لری او د ولس ارزښت، اهمیت او وړتوب نه په سمه استفاده وکړی او هم ملت په کار په حقیقی معنا کښې په دولت باندې اعتماد ولری.

حضرت آیت الله خامنه ای د تېر شوی کال ۱۳۹۳ شعار ته د ارزښت څه رنګوالې ته اشاره وکړه، تېر کال مونږ سره د ستونزو او د هیواد پرمختګ کال ټاکو، ولسی ژمنه او په جهادی توګه مدیریت شعار هم دې روان ستونزو له سببه د ۹۳ کال شعار ټاکلې شوی وو، چې د ایران عظیم ولس له همت او پښې ارادې سره دا ستونزې تحمل کړی او مهم مناسبتونو کښې لکه د ۲۲بهمن لاریون او د قدس نړیواله ورځ لاریون او د امام حسین علیه السلام څلوېښتی کې په لویه توګه ګډون وکړو.

هغوی همدارنګه په ځنې څانګو کښې په جهادی توګه مدیریت کولو ته اشاره وکړه او وی ویل: هر یو ځی کښې چې جهادی مدیریت څرګنده شوی پرمختګ ځان ښودلې، خو ولی ولسی ژمنه او په جهادی توګه مدیریت له ۹۳ کال سره یواځې نه وو تړلی، بلکې دې کال او راروان ټولو کلونو ته یی د ایران عزیز ولس ورته اړتیا لری.

http://www.iqna.ir/fa/News/3014817

captcha