IQNA

په ایټالیا کې د کشتۍ په ډبېدو کې د ښځو او ماشومانو په ګډوکابو ۸۰ افغانان مړۀ شوي  

6:48 - March 01, 2023
د خبر لمبر: 3486973
ایکنا-(تهران)د افغانستان د طالبانو موقته حکومت ټولو هیوادوالو ته یو ځل بیا سپارښتنه کړي چې بهرنیوهیوادونو  ته د قاچاقي، ناقانونه او ناسمو لارو له لارې له تګ راتګه ډډه وکړي.

ایکناد پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو دموقته  حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون ناوخته په یوه ټولینز پیغام کې ووئيل، د ايټاليا په سویلي سمندرګي د کشتۍ په پيښې کې کابو ٨٠  پورې افغان کډوال مړه شوي دي.

په راپور کې وئيل شوي دي  په دغو کسانوکې ښځې او ماشومان هم ترسترګو کیږي او له ترکیې  ایټالیا ته د سمندر له لارې په لرګینه کشتۍ کې روان وو،  چې د کښتۍ د ډوبېدو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

 بلخي ویلی،دطالبانو م وقته حکومت ټولو هیوادوالو ته یو ځل بیا سپارښتنه کوي چې بهرنیوهیوادونو  ته د قاچاقي، ناقانونه او ناسمو لارو له لارې له تګ راتګه ډډه وکړي.

همدارنګه د  افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر خیریه بنسټونو او خصوصا د سره صلیب پر نړیوالي ادارې هم  غږ کړی چې د ایټالیا په سویلي سمندرګي کي د ډوبو شویو افغانانو د جسدونو په پیدا او منتقلولو کې دې  انساني دندو ته په پام سره  خپل مسووليتونه تر سره کړي.

تر دې مخکې ایټالیایي رسنیو خبر ورکړی چې افغانستان، پاکستان، ایران او صومالیا په شمولن د یو شمېر هېوادونو تر ۲۰۰ زیات وګړي په دې کښتۍ کې سپارۀ وو.

سرچینو زیاته کړې چې دا کښتۍ د ایټالیا ساحل ته نږدې د بحر په مینځ کې له کوم غر سره ټکر کړی او چپه شوی دی.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128764

captcha