ایکناخبري آژانس راپور راکړ،د آسټریا د پلازمینې ویانا جومت او اسلامی مرکز،ددغه هیواد ترټولو لوی جومات دی.ددغه جومات مخنینه شپیتمې میلادي لسیزې وروستیو ته ورګرځي.
په ۱۹۶۹ کال کې په ویانا کې اسلامی جامعې،د یوه جومات د جوړولو په خاطر د ویانا له ښاروالۍ څخه په اته زره درې سوه مربع میټر مساحت سره یوه مځکه واخسته.د مالی مشکلاتو په دلیل ئې جوړول څو ځله وځنډيدل.
په نهایت کې د جومات د جوړیدا لومړني لګښتونه په آستریا کې د اسلامی هیوادونو د سفیرانو له خوا ورکړل شول.
د ټيکدار په توګه د ریچرډ لانګنر له ټاکل کیدا وروسته،دجوړونې کارونه د ۱۹۷۷کال د جولائي په لومړۍ نیټه پیل شول . د ۱۹۷۹ کال د نومبر په شلمه نیټه دویانا اسلامی مرکز،د آسټریا د وخت ولسمشر روډلف کِرشلَګر (Rudolf Kirchschläger) په لاس افتتاح شو.
د ویانا د اسلامی مرکز او جومات میناره،۳۲میټره لوړه ده،په داسې حال کې چې ګنبسۍ ئې څوارلس میټره لوړه او شل میټره پلَنه ده.جومات،د ویانا د اسلامی مرکز اصلی مرکز دی او دغه لویه ودانۍ کتابتون،او د غونډو او سمینارونو یو سترهال هم لري.