ایکناخبری آژانس د Asia Plus Tajikistan له قوله راپور راکړ،د تاجیکستان د دینی چارو د کمیشن مشرسلیمان دولت زاده ووئيل، تاجیکستان ته د قطر د چارواکو د رسمي سفر پلانونه شوې ده او دغه جومات به د قطر د پلاوي په ګډون سره افتتاح شي.
د تاجیکستان د چارواکو په وینا،دغه جومات چې په مینځني آسیا کې ترټولو لوي جومات شمیر کلیږي، ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰کال په اګست کې ئې مخ کتنه وشي، خو د کرونائي بحران له امله ځنډول شوې وه.
په راپور کې وئيل شوي دي ،دسل میلیون ډالرو په ارزښت سره دغه پروژه د تاجیکستان د ولسمشر امام علی رحمان په مستقیمې څارنې سره ترسره شوي او قطر ددغې پروژې کابو اویا فیصدي لګښت په غاړه اخستی دی.
د دوشنبې جامع جومات په دولس هیکټره مځکې باندې جوړ شوی او د لمانځه پر لوی هال سربیره ،کتابتون، میوزیم او د غونډو هال هم لری . دغه جومات کې به د کابو یو لک شل زره لمونځ ګوزارو ګنجایش ولری.
په تاجیکستان کې کابو دوه زره جوماتونه دي چې ځيني ئې ددغه هیواد د تاریخي آثارو برخه دي او د تاجیکستان د کابو نهه نیم میلیون آبادۍ څخه اته نوي فیصدي خلک مسلمانان دي .